 | | | دا تصوير دبدن يوه حجره ښيي چې په ايچ آي وي وايرس اخته شويده |
د افغان چارواکو له خوا وروستۍ خپرې شوې شمېرې ښيي چې په دغه هيواد کې په اېچ آى وي ويروس د اخته وو شمېر چې د ايډز ناروغي ترې پيدا کېږي، تر يونيم زرو اوښتى او داشمېره په ډېرېدو ده. که څه هم د نورې نړۍ په پرتله داشمېر اوس هم لږ دى، خو چارواکي وېرېږي چې په نشو د روږدو کسانو ډېرېدل به پر دې ناروغۍ د اخته کېدو بهير هم چټک کړي. سملاسې پر نشو د روږدو شمېر يو ميليون ښودل شوى چې ډېرئ يې د نشو پر وخت له يوې ستنې نه کاراخلي چې يو بل ته د اېچ آى وي ويروس دلېږدولو خطر زياتوي.
|