BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 12:03 گرينويچ 2005 ,01 دسمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
م م : ايډز په افغانستان کې په زياتيدو دى
ايډز
د نړۍ په لر و بر کې منډې ترړې روانې دي او غوښتنه لري چې د ايډز په باب دې خبرې وشي .
په کابل کې د وينې بانک يوازې د ٣٥ تنو په وينه کې د ايدز مثبت وايرس يا HIV مثبت په نښه کړى.

خوستونزه دا ده چې په جگړه ځپلي افغانستان کې په ملي کچه په دې اړه پوره معلومات په لاس کې نشته.

د افغانستان د روغتيا وزارت ډير لږامکانات په اختيار کې لري له دې کبله د دقيقي شميرې موندل به ورته اسان نه وي .

د افغانستان په ډيرو ښارونو کې د خلکو مازې سر سري درملنه کيږي ښايې يو شمېر کسان پرته له دې چې پوه شي چې دايدز په ناروغۍ اخته دي خپل ژوند له لاس ورکړي.

د افغانستان په ليدې پرتو سيمو کې ډيرى خلک د ايدز د ناروغۍ په اړه معلومات نه لري او نه پوهيږي چې څرنگه ځانونه ورنه وژغوري . ملگرو ملتونو خبردارى ورکړى چې دغه ناروغي په افغانستان کې مخ په زياتيدو ده.

په تيره بيا د نشه يې دارگانو په کارولو کې له ناپاکو ستنو او د څو تنو له خوا په گډه د يوې ستنې کارونې د ايدز د ناروغۍ د خوريدو شنونتيا زياته کړې .

همدا راز د نشه يې توکو ناقانونه سوداگري او له افغانستان بهر د هغې تشويقولوهم افغانانو کې دغې ناروغې ته نوره زياته لاره پرانستې ده، او همدا کوکنار دي چې ورنه هيروين جوړيږي .

ملگرو ملتونو په خپله يوه وروستۍ شميرنه کې په افغانستان کې په نشو د اخته کسانو شميره له يو ميلون نه زياته اټکل کړې .

ددغه اټکل پر بنسټ د ٧٠٠٠ په شا او خوا کې خلک هيروين او هيروينو ته ورته نشه يې توکي د ستنو له لارې اخلي .

نو همدا دليل دى چې اوس د ملگرو ملتونواداره د خلکو د روزنې په پروگرام باندې ټينگار کوي .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت