BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 11:52 گرينويچ 2005 ,01 دسمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
قبايلي سيمې او نابللى مېلمه ، ايډز

د وزيرستان اوسيدونکي
په قبايلي سيمو کې د کرمې اينجنسۍ او د شمالي او جنوبي وزيرستان اوسيدونکي د ايډز ناروغان لري .
د پاکستان د صوبه سرحد او د مرکز تر انتظام لاندې د قبايلي سيمو په منځ کې پروت د هنګو ٥٠ کلن اوسيدونکى وقعت شاه په ايچ آى وي/ايډز ککړ دى .

له نوموړي څخه چې کله د طبعيت په هکله وپوښتل شي نو دى څو څو ځله سر وخوځوي او وايي "

(( حکومت هيڅ نه دي راکړي. له تېرو دوو کلونو راهيسې په ژمنو ګزاره کوو. د اېډز درمل ګران دي او موږ ماشومان هم ساتو بس د ژوند ورځې او شپې دي چې شمارم يې.))

له ٩ کالو راهيسې د اېډز په ناروغۍ اخته وقعت شاه ځکه نېکبخته دى چې په پېښور کې د پاکستان د کليوالو سيمو د پراختيا د پروګرام په نامه له يوې غېرې حکومتي ادارې سره په کوهاټ کې د اېډز د مخنيوي په پروژه کې د يو مسئوول په توګه کار کوي او کله ناکله د درملو ترلاسه کېدو چانس ومومي.

خو په صوبه سرحد په تېره بيا په قبايلي علاقو کې د اېډز ناروغان چې په کې ماشومان او ښځې هم شاملې دي له هر ډول درملنې څخه بې برخې دي.

د سرحد اېډز کنټرول پروګرام په وينا دا وخت په صوبه سرحد کې ٤٦٠ د اېډز ناروغان دي چې په کې په سلو کې ٧٠ له قبايلي سيمو سره تړاو لري.

په قبايلي سيمو کې د اېډز زياتره ناروغان د کرمې اينجنسۍ او د شمالي او جنوبي وزيرستان اوسيدونکي دي.

په قبايلي سيمو کې ان پوره کورنۍ په ايچ آى وي اېډز ککړې دي خو له شرمه او وېرې حال نه وايي.
ډاکټر نصرين

د نوموړي پروګرام يو چارواکى ډاکټر بلال احمد وايي چې دا وخت په قبايلي سيمو کې د اېډز په اړه وضعه ځکه ډېره د اندېښنې وړ ده چې هلته د ناروغۍ د مخنيوي او درملنې په اړه پراخ بنسټه او او جدي کار نه کېږي.

د ده په وينا که چېرې دې لور ته پام ونشي نو وېره ده چې په قبايلې سيمو کې به د اېډز ناروغي په سلو کې ٥ يا ١٠ نوره هم زياته شي.

د قبايلي سيمو ډېر وګړي په خليجي هېوادونو په تېره بيا ابوظبۍ او دوبۍ ته د کار لپاره ځي او د ډاکټر بلال په وينا له وخت تېرېدو سره دغه کسان په جنسي اړيکو کې ښکيل شي او د ناپوهۍ له وجې د اېډز په ناروغۍ اخته شي.

ډاکټر بلال زياتوي چې په خليجي هېوادونو کې هر کال د بهرنيانو د وينو معاينه کېږي او کله چې له معاينې وروسته په يو کس کې اېډز تشخيص شي نو هغه سمدلاسه خپل هېواد ته ولېږل شي او د ده په وينا په دې لړ کې ډېر کسان پاکستان ته رالېږل کېږي.

ډاکټر بلال وايي چې له راستنېدو وروسته دغه کسان د ټولنيز فشار او شرم له لاسه د اېډز د ناروغۍ حال نه وايي او د اېډز وايرس خپلو مېرمنو ته انتقال کړي.

ډاکټر نصرين د اېډز کنټرول پروګرام مرستياله مشره ده. دا وايي چې په قبايلي سيمو کې ان پوره کورنۍ په ايچ آى وي اېډز ککړې دي خو له شرمه او وېرې حال نه وايي.

د ډاکټر نصرين دغه خبره په کوهاټ کې د پاکستان کليوالو سيمو د پرمختيايي پروګرام د اېډز د پروژې مسووله مېرمن غزاله هم تائيدوي.

مېرمن غزاله وايي چې د ټولنيز فشار له کبله د اېډز معلوم شوي ناروغان په روحي ناروغۍ هم اخته دي.

دې د يوې ښځې بېلګه وړاندې کړه او ويې ويل چې دوى يوه ښځه په کوهاټ کې ومونده چې له تېرو ١٠ کالو راهيسې د اېډز په ناروغۍ اخته وه خو د خسرګنۍ له وېرې يې خپله ناروغي پټه ساتلې وه.

 د کورنۍ غړي ورسره روغبړ نه کوي او ددې د لاس خواړه نه خوري او ان پخلنځي ته يې هم نه پرېږدي
د ايډز ناروغه

مېرمن غزاله وايي دغې ښځې ورته وويل چې د کورنۍ غړي ورسره روغبړ نه کوي او ددې د لاس خواړه نه خوري او ان پخلنځي ته يې هم نه پرېږدي.

دا يوازنيۍ ښځه نه ده چې د کورنۍ او ټولنې لخوا له توپيريزې کړنې سره مخامخ ده بلکې وقعت شاه هم ګيلمن دى چې کليوال ورسره له ليدو کتو ډډه کوي او پسې شا ورته ګناهګار وايي.

که څه هم حکومت د اېډز د مخنيوي اداره جوړه کړې ده خو عملي کار يې ډېر کم تر سترګو کېږي .

له ټولنيز فشار پرته د علاج لپاره درمل او ان د وينې د معاينې اسانتياوې هم ناروغانو ته ترلاسه نه دي.

د قبايلي سيمو د اېډز د مخنيوي د ادارې مشر ډاکټر افتخار علي دليل وړاندې کوي چې په قبايلي سيمو کې کار کول ډېر ګران دى ځکه هلته په جنسي موضوعاتو کنډوم يا پوکڼۍ او نورو جنسي ټکو باندې د ټولنيز فشار لامله خبره نشي کېداى.

د ده په وينا حکومت به د ديني عالمانو او قبايلي مخورو په ملاتړ ډېر ژر د اېډز د مخنيوي په لړ کې خلکو ته د پوهنې کمپاين پيل کړي.

د ده په وينا له خليجي هېوادونو څخه د راتلونکو کسانو د وينې د معاينې په پرېکړه به هم ژر ترژره عمل شروع شي.

هسې که وکتل شي دا وخت د قبايلي سيمو د اېډز کنټرول پروګرام او د سرحد اېډز کنټرول پروګرام پرته په لوى شمېر کې غير حکومتي سازمانونه د ناروغۍ د مخنيوي لپاره کار کوي چې د کارکوونکو شمېر يې د صوبه سرحد او قبايلي علاقو د ٤٦٠ ناروغانو تر شمېر زيات دى خو بيا هم د اېډز په هکله د پوهنې او درملنې کار ډېر اغېزمن نه دى او د ايچ آى وي اېډز درمل تر اسلام اباده پورې د رارسېدو سربېره هم تر اوسه اړينو ناروغانو ته نه دي رسيدلي.

داسې برېښي چې ترهګري او اېډز دواړه قبايلي سيمو ته راوارده شوي توکي دي چې د يوه د درملنې لپاره د پاکستان اويا زره عسکر رسېدلي دي خو د بل (اېډز) لپاره ښايي زيات فعاليت ځکه نه ښکاري چې له دې سره د پاکستان نړيوال سياسي ارزښت نه زياتېږي.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت