|
کابل کې سيمه يز روغتيايي کنفرانس | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د کنفرانس موخه دسيمې د هيوادو په مټ د ساري يا ليږديدونکو ناروغيو مقابله ښودل شويده . روغتيا د ټولو لپاره – دټولو په هڅه او ناروغتياوې پوله نه پيژني ، د دغه دوه ورځيني سيمه يز کنفرانس لوې سرټکي دي . په دې کې په ځانگړې توگه د توبرکلوز ، ملاريا ، HIV/AIDS ، کولرا ، د مرغانو د والگي او پوليو يا فلج يادونه شويده . دغه کنفرانس ته چې ولسمشر حامد کرزي د چهارشنبې په گهيځ په رسمي ډول پرانست ، د افغانستان د گاونډيانو په گډون د سيمې د اتوو هيوادونو او نړيوالو روغتيايي سازمانونو پلاوې ورغلي دي . د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د کنفرانس د پرانستو په مهال ساري ناروغتياوې د سيمې د ټولو اوسيدونکو گډه ستونزه او گډه انديښنه وبلله .دا ډول يې د دغو ناروغتياوو د اغيزمنې مقابلې لپاره د گډو سيمه ايزو هڅو پر اړتيا ټينگار وکړ . (( دا د افغانستان لپاره ډير د وياړ ځاې دى چې خپل گاونډيان او خپل دوستان يې د يوه ډير سپيڅلي هدف لپاره په يوه ځاى راټول کړيدي . داسې يو هدف چې په سيمه او ان نړۍ کې يې د هر ماشوم ، هرې مور هر نارينه او هرې ښځې ښيگڼه تر شا ده . د ټولو هغو انسانانو ښيگڼه چې موږ يې نه د استوگنې کلى ليدلى ، نه مو هغوى ليدلي اونه يې په اړه معلومات لرو . دا ډول ښايې هغوى زموږ په اړه هم څه معلومات ونلري . خوددې په اړه چې څه ډول يوه له ناروغيو خوندي ټولنه ولرو او خپل روغتيايې معيارونه پورته کړو، انديښنې او ستونزې موسره شريکې دي .)) د افغانستان د عامې روغتيا وزير سيد محمد امين فاطمي بې بې سي ته وويل چې ښاغلي فاطمي دا هم وويل چې د کنفرانس برخه وال ورځ په ورځ د نړۍ نږدى کيدو ، د فاصلو له مينځه تگ او د تماسونو ډيريدو ته په کتو سره په دې خبره سلا دي چې د سيمې هيڅ هيواد په يوازې سر د ساري ناروغيو مقابله نشي کولى . د افغانستان د عامې روغتيا وزير د کنفرانس په پاى کې د کابل د اعلاميې په نامه ديوه سندد خپريدو يادونه هم وکړه او دا يې هم زياته کړه چې د کابل دغه اعلاميه به د نړيوال ملاتړ د خپلولو لپاره ، راروانه عيسوي مياشت په ژينيو کې د نړيوال روغتيايي سازمان جوړيدونکې عمومي اسمبلې ته وړاندې شي | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||