|
د کندهار چارواکي: د کوکنارو کروندگر بنديانوو | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان په کندهار ولايت کې ځايي چارواکو پرېکړه کړې چې د کوکنارو کروندګر به نيسي او زندانونو ته به يې اچوي. چارواکي وايي هغه ځايي قوماندانان چې د کوکنانو له کروندګرو سره جوړجاړى کوي هغوی به هم د پوليسو له لورې نيول کېږي. د کندهار امنيه قوماندان سيد اغا ثاقب بي بي سي ته وويل چې په دې اړه يې د کندهار د ټولو ولسواليو ولسوالان، د امنيې قوماندانانو او يو شمېر سيمه ييزو وګړو سره هم خبرې کړې دي. دا لومړی ځل دی چې ځايي چارواکي د کوکنارو د کروندګرو پر خلاف د کوټلې پرېکړې خبر ورکوي او وايي چې ټولې ناامنۍ د کوکنارو له کرکېلې ورپېښې دي. د طالبانو د واکمنۍ تر ړنګېدو وروسته هر کال دلته چارواکو د نشه يي توکو پر خلاف د ګام اخيستلو خبر ورکړی دی، خو دا ځل ځايي چارواکي د پخوا په پرتله جدي ښکاري. د کندهار امنيه قوماندان سيد اغاثاقب بي بي سي ته وويل چې د دولت په دغه پرېکړه يې د ولسواليو ولسوالان، د امنيې قوماندانان او د ځينو ولسواليو ولسي وګړي هم خبر کړي دي. د ده په وينا هغه امنيتي چارواکي به هم زندان ته واچوي چې په خپله سيمه کې د کوکنارو کرکېلې ته اجازه ورکوي ښاغلي ثاقب زياته کړه چې دا د افغانستان د ولسمشر او د کورنيو چارو وزرات پرېکړه ده چې نور به په هيواد کې د کوکنارو کرکېله له منځه وړي. د ښاغلي ثاقب په خبره چې په هيواد کې ناامنۍ، جنګ جګړې او تاوتريخوالی د نشه يي توکو ثمره ده. دی وايي چې حکومت به ډېر ژر د قاچاق کوونکو پر خلاف هم ګام اوچت کړي. افغان چارواکو دا پرېکړه په داسې حال کې کړې ده چې تېر کال د ملګرو ملتونو د يوۀ راپور پر بنسټ، افغانستان په نړۍ کې د تارياکو تر ټولو لوی توليدوونکی هيواد و نومول شو، او دلته په کندهار کې د هر کال په پرتله د کوکنارو او چرسو کرکېله زياتېږي. د نشه يي توکو کرکېله اوس له ليرې پرتو سيمو ښار ته رانژدې شوې او د کندهار ښار په بېلابېلو ناحيو کې نشه يي توکي په ښکاره کرل کېږي. د کندهار امنيتي چارواکي دا مني چې په ځينو ناحيو کې د چرسو توليدوونکې بنګې کرل شوې دي، خو وايي چې نور به له دې کاره هم کندهار ولايت ته نجات ورکړي. | ورسره تړلي نور خبرونه هلته چې د کوکنارو کر د خلکو عادي کاروبار دى27 جون, 2007 | خبرونه 'د بديل معيشت پروگرام بريالى نه و'26 جون, 2007 | خبرونه م.م: د افغانستان کوکنار دوه % نور هم زيات شوي25 جون, 2007 | خبرونه 'نړيواله ټولنه د کوکنارو په ضد ناهمغږې ده'26 مۍ, 2007 | خبرونه ددولت وياند:پرکروندو زهرجن توکي نه منو04 سپتمبر, 2007 | افغانستان | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||