|
ددولت وياند:پرکروندو زهرجن توکي نه منو | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
افغانستان دولت يو ځل بيا ټينگار وکړ چې د نشيي توکو پر کروندو د زهرجنو درملو د شيندلو مخالف دى . د ولسمشرحامد کرزي يولوړپوړي وياندوويل ، د مخنيوي لار يې داده چې بهر ته يې د قاچاقولو مخه ونيول شي . وياند له خبريالانو سره په ناسته کې له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې د افغان پوليسو د روزنې لپاره گامونه گړندي کړي چې د پولو امنيتي حالت پياوړى شي. په دې وروستيو کې امريکايي چارواکو وويل چې د نشيي توکو د کرکيلي د مخنيوي يوه لار داده چې پر کروندو زهرجن توکي وشيندل شي . دولسمشر حامد کرزي لومړي مرستيال احمد ضيا مسعود هم په يوه مرکه کې ويلي دي چې دنشيي توکو پر کروندو دې زهرجن توکي وشيندل شي . په افغانستان کې زياتېدونکى بحث روان دى چې څه ډول د نشيي توکو راتلونکي توليدات راټيټ کړى شي . ددې سره سره چې په افغانستان کې د نشيي توکو په وړاندې هڅې په نړيواله کچه پراخې دي، د تير کال پايلې يې له ناکامۍ سره مخامخ شوې . افغانستان د نړۍ د ترياکو د ستر توليدونکي په توگه پر ځاى پاتې دى اود څو پرله پسې کلونو راهيسې د نړۍ ترگردو ډير ترياک توليدوي . تيره اونۍ ملگرو ملتونو ديو راپور د خپرولو له لارې اعلان وکړ چې افغانستان د نړۍ ٩٣ په سلو کې نشيي توکي توليدوي . يو شمير امريکايي چارواکو د راپور له خپراوي وروسته غبرگون وښود او وېويل چې دنشيي توکو د توليد د مخنيوي يوه لار داده چې پر کښتو يې زهرجن درمل وشيندل شي . په دغه خبري ناسته کې د افغانستان ددولت وياند دغه وړانديز رد کړ اوله کروندگرو سره يې پر اقتصادي مرستو ټينگار وکړ . همايون حميد زاده وويل چې د بديل کښت په توگه د زعفرانو توليد ته بايد بازار وموندل شي : خودافغانستان د حکومت ترمنځ هم د نشيي توکو دتوليد د مخنيوي پر لارو چارو اختلاف راولاړ دى . د ولسمشر حامد کرزي مرستيال احمد ضيا مسعود په يوه مرکه کي د هغه وړانديز ملاتړ کړى چې د کوکناروپر کښتونو د زهرجنو درملو دشيندلو غوښتنه کوي . دولسمشر وياند د ښاغلي ضيا نظر د هغه شخصي فکر وباله او وېويل چې د افغانستان په کابينه کې په کلکه د هغه څه مخالفت شوى دى چې د کوکنارو پر کښتونو دزهرجنودرملو شيندل بلل کيږي. | ورسره تړلي نور خبرونه برتانوى سفير: زموږ کوکنار ضد هلې ځلې بريالۍ نه وې27 اگست, 2007 | افغانستان د افغانستان نشه يي توکي يوه درېيمه زيات شوي27 اگست, 2007 | افغانستان افغانستان کې د کوکنارو د کر مخنيوى29 اگست, 2007 | افغانستان کرزى: نړيواله ټولنه د نشه يي توکو دکاروبار ترشا ده29 اگست, 2007 | افغانستان | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||