BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 14:37 گرينويچ 2007 ,29 اگست
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
افغانستان کې د کوکنارو د کر مخنيوى
د کوکنارو حاصل
د افغانستان د اپيمو سږنى حاصل ٨٢٠٠ ټنه گڼل شوى چې د پروسږ کال په پرتله ٢١٠٠ ټنه ډېروالى ښيي
افغانستان په نړۍ کې د اپيمو د تر ټولو لوى توليدونکي هېواد په توگه خپل دريځ نورهم پياوړى کړ. د ملگرو ملتو سږنۍ څېړنه ښيي چې په دغه هېواد کې د ترياکو توليد وېرونکې کچې ته لوړ شوى دى.

د افغانستان د اپيمو سږنى حاصل ٨٢٠٠ ټنه گڼل شوى چې د پروسږ کال په پرتله ٢١٠٠ ټنه ډېروالى ښيي. اوس د نړۍ په سلو کې ٩٣ ترياک له افغانستان نه راځي. ملگري ملتونه او افغان حکومت دواړه وايي په هغو سيمو کې چې حکومت واکمن نه دى، د کوکنار کر پکې تر ټولو ډېر شوى دى.

خو ولسمشر حامد کرزى دا نه مني چې ستونزه دې يوازې د ده د ادارې کمزوري وي. هغه نړيوالو لوبغاړو ته د پړې گوته نيسي او وايي چې خپلو کې سره همغږۍ نلري، او قاچاق کونکي "بهرنيان دي، نه افغانان".

يوۀ جگپوړي امريکايي چارواکي په کابل کې د خبرو پرمهال يو ځل بيا د کوکنار پر کروندو د وچونکو کمياوي موادو شيندول د اپيمو د توليد د مخنيوي تر ټولو اغيزمنه لار وبلله.

خوډېرى يې حل په نورو لارو کې ويني، لکه بزگرو لپاره د روا گټې د لارې په هوارولو، د قانون په واکمنولو ، په اداره کې د فساد په مخنيوي او داسې نورو کې.

تاسې څه وايئ چې له دې مسلې سره بايد څه ډول چلند وشي؟ د حل لارې يې کومې دي؟

په افغانستان د کوکنارو د مخنيوي لارې، په ستاسې غږ کې.

بريښناليکونه: په افغانستان کې کوکنارو د کر مخنيوى:

محمد خالد نورزى، ارزگان – افغانستان
د افغانستان خلک په دې نيت کوکنار نه کري چې لويديځوالو ته ستونزې وزېږوي، دوى يوازې د ژوندي پاتې کېدو لپاره پر خپلو ځمکو کوکنار کري. که لويديځوال د حکومت پر ځاى مخامخ له بزگرو سره مرسته وکړي، بيا زه هېڅ دليل نه وينم چې څوک دې کوکنار وکري. په ارزگان کې دوه کاله مخکې بزگرو کوکنار ونه کرل، خو هېڅ چا يې اقتصادي ستونزو ته پام ونه کړ. له مجبوريت څخه يې بېرته د کوکنارو کر ته مخه کړه.

نورالله نيازبين، پېښور – پاکستان
دا غريب خلک څه وکړي. دا يې د گټې يوازينۍ لار ده. يو څو کاله خو يې ورته پريږدئ. په وطن کې لوستي خلک اوزگار دي، بزگرو ته به څوک کار پيدا کړي؟ زه خپله يو انجنير يم، خو په افغانستان کې د بيکارۍ له امله اوس په پاکستان کې کار کوم.

هيبت الله زرمتى، ممبيي – هند
په افغانستان کې نړيوالو ځواکونو، په تېره بريتانوي ځواکونو ته ډېرې پوښتنې متوجې دي. دوى په جنوب کې د کوکنارو د کر په مخنيوي کې پاتې راغلي. د کوکنارو کروندې هر چېرې ليدل کيږي، له ځمکې، له هوا، له لرې او نژدې ، له هرځاى څخه. په دغو پنځو کلونو کې دوى په افغانستان کې د نشه يي توکو مخه ونه شو نيولى، د طالبانو مخه به څنگه ونيسي؟

نوم
تخلص*
ښار
هيواد
برېښناليک
تيلې فون*
* اختياري
ستاسو تبصره
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت