|
کابل د نشه يي توکو په اړه د نړيوالې غونډې کوربه دى | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
ټاکل شوې چې په کابل کې د اسيا او اروپا د٥٦ هيوادونو لوړ پوړې چارواکي د نشه يې توکو د قاچاقو دمخنيوي او د دغو توکو د نړيوالې تقاضا د کچې د ټيټولو پر لارو چارو خبرې اترې وکړي. دغه ليده کاته د پاريس تړون (پاريس پکټ) د اوومې غونډې په ترڅ کې ترسره کيږي. دپاريس تړون په ٢٠٠٣ زيږديږ کال کې د اروپا او نړيوالو پوليسو پرمټ د نشه يې توکو د قاچاقو د مخنيوي د ښولارو چارو د موندنې پرموخه جوړ شوى دى. ټاکل شوې چې د دغه تړون دوه ورځنۍ اوومه ناسته به د چهارشنبې په ورځ په پلازمينه کابل کې پيل شي. غونډه د اسيا او اروپا هيوادونو دنشه يې توکو د ادارو د٥٦ تنو لوړ پوړويو غړيو په کچه ترسره کيږي. له اسيا څخه اروپا ته د نشه يي توکو دقاچاق مخنيوى او د يادو شوو توکو دنړيوالې تقاضا ټيټول د غونډې دبحث اصلي موضوع گانې بلل کيږي. د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزي وزارت وياند زلمى افضلي وايي افغانستان هيله لري چې دغونډې پريکړې تش د کاغذ پر مخ پاتې نه شي، بلکې په وينا يې عملې بڼه هم غوره کړي. هغه وويل: ''زموږ غوښتنه دا ده چې د نوې ټکنالوژۍ د اکمالاتو له اړخه د نشه يي توکو پر وړاندې دمبارزې په برخه کې له افغان پوليسو سره د پرمختللو وسايلو مرسته وشي. په همدې حال کې د نشه يي توکو پروړاندې د مبارزې وزارت د اروپايي ټولنې هغه غوښتنه چې د کوکنارو کښت ته دې په افغانستان کې قانونې بڼه ورکړل شي هم رد کړه. چارواکي وايي دم گړۍ د دغه هيواد په ١٣ولايتونود کوکنارو د کښت د اوړلو کمپاين جريان لري. په تېرو دريو کلونوکې افغانستان په نړۍ کې د نشه يې توکو تر ټولو ستر توليدونکى هيواد شوى دى. | ورسره تړلي نور خبرونه د کوکنارو د له منځه وړلو لپاره 'ښه نوښت' پيل شو03 اکتوبر, 2007 | افغانستان کرزى: نړيواله ټولنه د نشه يي توکو دکاروبار ترشا ده29 اگست, 2007 | افغانستان د افغانستان نشه يي توکي يوه درېيمه زيات شوي27 اگست, 2007 | افغانستان برتانوى سفير: زموږ کوکنار ضد هلې ځلې بريالۍ نه وې27 اگست, 2007 | افغانستان | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||