BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 14:21 گرينويچ 2007 ,16 نومبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
م م : د کوکنارو پيسې باغيان پياوړى کوي
د کوکنارو کروندگر
ملگري ملتونه وايي د کوکنارو د کر په مټ د ترلاسه شويو پيسو ډيره لږه برخه د بزگرانو جيب ته لويږي
د ملگرو ملتونو د مخدره توکو پر ضد د مبارزې ټولنې ويلي د کوکنارو له کرکيلې ترلاسه شوې پيسې په افغانستان کې وسله وال مخالفين پياوړي کوي .

ملگرو ملتونو پر ناټو غږ کړى دى چې له همدې کبله بايد دوى د کوکنارو د کرکيلې د ختمولو په لارو چارو کې مرسته وکړي .

په خپل وروستي رپوټ کې ملگرو ملتونو ويلي چې د افغانستان د کوکنارو سوداگري شاوخوا څلور ميليارده ډالره ارزښت لري چې د دغه هيواد د خالصو کورنيو توليداتو نيمايي برخه کيږي .

ملگري ملتونه وايي د دغو پيسو ډيره برخه وسله والو مخالفينو ، جنگسالارانو او د مخدره توکو قاچاق وړونکو ته رسيږي .

خو رپوټ دا هم مني چې د پيسو يوه برخه بزگرانو او د افغانستان هغو چارواکور ته هم رسيږي چې په فساد کې ښکېل دي .

د کورنيو چارو د وزارت مرستيال جنرال داود بي بي سي سره په خبرو کې وويل چې په ځينو ولايتونو کې د امنيت خرابيدا د کوکنارو د يومخ بندولو په لاره کې ستونزه ورته پيدا کړې ده .

افغانستان د ټولې نړۍ په سلو کې ٩٠ کوکنار توليدوي . چارواکي وايي په تيرو کلونو کې يې د خپلو هلو ځلو په مټ په ځينو ولايتونو کې د کوکنارو کرکيله بنده کړې ده .

خو هلمند ، چې د نړۍ د ټولو کنارو په سلو کې ٤٠ توليدوي ، لا تر اوسه يو له هغو ولايتونو دى چې د کوکنارو د کرکيلې د ختمولو لپاره پکې هلې ځلې ناکامې دي .

همدا ولايت يو له تر ټولو نا ارامه ولايتونو گڼل کيږي . دغلته په زرگونو برتانوي سرتيري له وسله والو طالبانو سره په جگړه بوخت دي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت