|
هلمندي ځوانانوته د زدکړې زمينه برابره شوه | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان د ښوونې وزرات لخوا دسوېلي ولايت هلمند سلګونو زدكوونكوته ددغه ولايت په مركز لښكرګاه كې د زدكړې زمينه برابره شوه . د هلمند والي اسدالله وفاوايي چې د ناارامو ولسواليو تر زرو زياتو زدكوونكوته يې د ژوند تېرولو اسانتيا برابره كړې اوترهغه به دغه زدكوونكي دلته زدكړه كوي چې په ولسواليو كې يې ښوونځي پرانيستل كيږي . چارواكي هيله من دي چې په دغه كار سره به د هلمند راتلونكى نسل لوستى كوي . د هلمندولايت په شاوخوا ١١ ولسواليو كې له تېرو دوو كلونو راهيسې د امنيتي ننګونو له كبله ښوونځي تړل شوي . د هلمند چارواكي وايي چې له دې وروسته به د هلمند د هغو ولسواليو زدكوونكوته چې د ناامنيو له كبله يي ښوونځي تړل شوي ترهغه به دحكومت په لګښت زدكړې په مركز لښكرګاه كې كوي چې په ولسواليو كې يې ښوونځي پرانيستل كيږي . دغه زدكوونكي چې شمېر يې تر ١٠٠٠ زيات دى، وروسته له هغه ددغه ولايت مركز لښكرګاه ته راغلل، چې په ولسواليو كې يې ښوونځي يا وسوځول شول او يا هم وتړل شول . دوى وړاندې په خپل مالي لګښت زدكړه كوله، خواوس به حكومت په مياشت كې هر زدكوونكي ته دهغه د سرپنا، دكرايې او ډوډۍ لپاره ٣٠٠٠ افغانۍ وركوي . ښاغلي وفا بي بي سي ته وويل له زدكوونكو سره به دغه مرسته ترهغه دوام مومي، چې د هلمندپه ولسواليوكې ښوونځي د زدكوونكو پرمخ پرانيستل كېږي .
ده وويل:'' موږ به هره مياشت د زدكوونكي پرسر هغوي ته درې درې زره افغانۍ وركوو،چې دغه پيسې دښوونې د وزارت لخوا وركول كيږي. دغه كار به ترهغه دوام مومي چې د هلمند په ولسواليو كې ښوونځي پرانيستل كيږي.'' د هلمندګڼ شمېر زدكوونكي د حكومت له دغه ګام څخه خوښ دي . په هلمند ولايت كې يوازې دغه زدكوونكي نه دي چې له ولسواليو څخه مركز لښكرګاه ته راغلي دي، بلكې په زرګونو نور زدكوونكي لا اوس هم په ولسواليو كې بې زدكړې پاتې دي . په ولسواليو كې دپاتې زدكوونكو لامل هم د امكاناتو نشتوالى بلل كيږي خوچارواكي وايي كه هغه زدكوونكي هم مركز لښكرګاه ته راشي نو دوى به هغوى ته هم د مياشتې ٣٠٠٠ افغانۍ وركړي . په هلمندولايت كې وروسته له هغه ډېرزدكوونكي له زدكړو بې برخي شول، چې ښوونځي يې د نامعلومو وسله والو لخوا وسوځول شول اوياهم وتړل شول . په نورولسو ولسواليو كې له تېرو دوو كلونو راهيسې ښوونځي د زدكوونكو پرمخ تړلي دي . | ورسره تړلي نور خبرونه موسى کلاوال: موسى کلا دې په ولايت بدله شي16 فبروري, 2008 | افغانستان د موسى کلا له اوسيدونکو سره مرسته وشوه11 فبروري, 2008 | خبرونه ي. پښتون: لښكرګاه كې به 4000 كورونه جوړ شي 03 فبروري, 2008 | افغانستان | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||