BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 10:53 گرينويچ 2008 ,11 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د موسى کلا له اوسيدونکو سره مرسته وشوه

د موسى کلا مرسته
د ٧٧ ټنو دغه مرسته د موسى کلا پر بې وزلو اوسيدونکو وېشل کيږي
چارواكي وايي چې دغه ٧٧ ټنه خوراكي توكي به د موسى كلا ولسوالۍ پر ١٥٠٠ اړو كورنيو باندي وويشل شي .

دغه مرستې د نړيوال خوراکي پروګرام يا WFP اويونسيف لخوا برابري شوي دي چې نن ( دوشنبې د فبروري ١١ ) د افغان پوځ د سرتيرو لخوا د موسى كلا مركز ته ورسيدې .

داچې په دغه توكو كې دقيقاً څه شى شامل دي اوهري كورنۍ ته به څومره وركول كيږي د دغه توكو د ويش يو مسول عبدالغفار داسي وايي .

((په دغه مرستو كې چې د خوراك د نړيوال پروګرام له خوا شوې ده پكي غنم ، غوړي ، وريجي ، لوبيا ،بخارديګونه تودې كمپلې اوداسي نور شامل دي دابه ١٥٠٠ كورنيو ته وويشل شي ))

دموسى كلا ولسوالۍ يوه قومي مشر محمدسليم د دغه مرستو څخه مننه وكړه اوله حكومت اونړيوالو څخه يي وغوښتل چې بايد نوره مرسته هم له موسي كلا سره وشي .
هغه وويل چې موسى كلا كې ډيرخلك جګړو ځپلي او ډېر خلك يي بي وزلي دي .

(( په موسى كلا ولسوالۍ كې ډېرخلك بې وزلي دي موږ له حكومت اونړيوالو څخه غوښتنه لرو چې بايد د جګړه ځپلو موسى كلا والو لپاره اړيني مرستي وكړي ))

موسى كلا ولسوالي دهلمند په شمال كې پرته ده . دغه ولسوالي څه باندي دوې مياشتي وړاندې افغان اونړيوالو ځواكونود يوې درنې جګړې په پايله كې له وسله والو طالبانو څخه ونيوله .

دجګړې پرمهال د دغې ولسوالۍ ډيرخلك بيځايه شول ، چې د بې وزلۍ يولامل يي هم دهغوۍ بيځايه كيدل بلل كيږي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت