BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 10:05 گرينويچ 2008 ,03 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
ي. پښتون: لښكرګاه كې به 4000 كورونه جوړ شي

هلمند
د ښاري پراختيا وزير وايي په هلمندكې د ځمكو غصب دډېرو په وينا ډېرشوى چې ډېرى يې ښه بېلګه د هلمند د مركز لښكرګاه په هديرو كې د نوو ودانيو جوړېدل بولي.
د ښاري پراختيا وزير انجنير محمديوسف پښتون وايي په هلمند ولايت كې به د كور جوړولو يوۀ لويه پروژه پيل كړي.

هغۀ وويل چې د ٤٠٠٠ په شاوخواكې دغه جوړشوي كورونه به د وړو پورونو په بدل كې هغوكسانو ته وركړل شي چې كورونه نه لري .

ددغې پروژې په عملي كېدو سره به ګڼ كسان د سرپناه د نشتوالي له ستونزې څخه خلاص شي.

ښاغلي پښتون دغه خبرې هلمند ولايت ته د خپل سفر پرمهال خبريالانوته وكړې.

د هلمند ولايت په مركز لښكرګاه كې به 4000 كورونه جوړ شي دغه خبره د ښاري پراختيا وزير انجنير محمديوسف پښتون د هلمندولايت په مركز لښكرګاه كې په يوې مطبوعاتي ناسته كې وكړه.

نوموړي وويل چې دكورونو دغه پروژه به په نژ دې راتلونكې كې پيل شي او په راروانو شپږوكلونوكې به پاى ته ورسېږي.

هغۀ وويل چې دغه كورونه به وروسته د وړو پورونو په ډول هغو كسانو ته وركړل شي چې د سرپناه له نشتوالي سر ټکوي.

انجينرپښتون وويل دا ډول پروژې د هر ولايت د نفوس پراساس ورکول كېږي چې په كابل كې اوسمهال د ٢٠٠٠٠ كورونو د جوړېدا كار پيل شوى دى.

ښاغلي پښتون وويل:'' دغه كورونه به پنځلس لكه افغانۍ ارزښت ولري رانيوونكي کسان به لس په سلو کې پيسې په لومړۍ ورځ وركوي اونورې به يونيم سل امريكايي ډالره مياشت په مياشت ترهغه پورې ورکوي چې پور يې خلاص شي.''

د هديرو غصبول
هديره
 هلمندوال اندېښمن دي كه يې چېرې د هديرو د غصب مخه ونه نيول شي ښايي په نژدې راتلونكې كې به د مړو د ښخېدو ځاى هم ونه موندل شي.
هلمندوال

ښاغلي پښتون په هلمند ولايت كې د خپلسرو ځمكوېش هم د اندېښنې وړ وبالۀ چې ددغو چارو مخنيوى د عدلي چارواكو لخوا غصبگرو ته د سختي سزا په پايله كې راتلى شي.

ښاغلي پښتون زياته کړه:'' په هلمند ولايت كې درې لكه پنځه اتيا زره جرېبه ځمكه په تېروڅوكلونوكې د خپلسرو كسانو لخوا غصب شوې، ددې كار د مخنيوي شونتيا د عدلي چارواكو لخوا غاصبينو ته ددرنې سزا په پايله كې راتلى شي.''

ښاغلي پښتون د خپلو خبرو په پاى کې وويل چې په هلمند ولايت كې د ځمكو غصب دډېرو په وينا ډېرشوى چې ډېرى يې ښه بېلګه د هلمند د مركز لښكرګاه په هديرو كې د نوو ودانيو جوړېدل بولي.

ددغه ولايت خلك اندېښمن دي كه يې چېرې د هديرو د غصب مخه ونه نيول شي ښايي په نژدې راتلونكې كې به د مړو د ښخېدو ځاى هم ونه موندل شي.

ورسره تړلي نور خبرونه
کډوالو ته په هلمند کې مېنه جوړيږي
05 نومبر, 2007 | افغانستان
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت