BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 11:20 گرينويچ 2008 ,17 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
دکليوپراختيا: موسى کلا سره مرستې کوو

موسى کلا
د موسى کلا د بيا رغاونې لپاره د افغانستان دولت او د برتانيا هيواد د ډيرو مرستو ژمنه کړې ده
دافغانستان حكومت به ژر دموسى كلا ولسوالۍ پرزيانمنو خلكو يوميلون ډالر ه وويشي .

دغه اعلان ددغه هېواد دكليو دبيارغاوني اوپراختيا وزير احسان ضيا دهلمندولايت ته دخپل سفر پرمهال په يوه خبري ناسته كې وكړه .

دافغانستان دكليو دبيارغاونې اوپراختيا وزير احسان ضيا وايي چې يوازې يو ميليون ډالر به دموسى كلا ولسوالۍ پرهغو خلكو وويشي چې په جنګ جګړو كې يې كورنه اوهټۍ زيانمني شوي وي .

موسى كلا هغه ولسوالي ده چې يوه نيمه مياشت وړاندې افغان اونړيوالو ځواكونو له وسله والو طالبانو څخه ديوې درنې جګړې په پايله كې ونيول .

نوموړي همداډول ددغه ولسوالۍ دمركز دسركونو اوهلته ديو پل دجوړولو ژمنه هم وكړه .
ښاغلي ضيا وويل چې ددغه پروژو كار به په نژدې راتلونكي كې پيل شي .

دهلمندوالي اسدالله وفا دكليو دبيارغاوني اوپراختيا له وزير څخه وغوښتل چې دهلمنددګرشك ولسوالۍ څخه ترموسى كلاپوري غزيدلې لاره ، له ناوې ولسوالۍ څخه ترګرمسير ولسوالۍ اودهلمند له مركز لښكرګاه څخه تر مارجې ولسوالۍ پوري غزيدلي لاري دې هم جوړې كړي .

دوالي اسدالله وفا ددغو غوښتونو په ځواب كې دكليودپراختيا وزير وويل چې دغه لوې لارې به هم ترڅيړنو او نقشې وروسته بيا جوړې کړي .

كه په رښتيا هم ددغو پروژو دپلي كيدو ژمني عملي شي دابه په جګړه ځپلي ولايت هلمندكې دبيارغاونې ترټولو غټې پروژې وي .

دهلمندځايي خلك پرحكومت نيوكې لري چې ددغه ولايت بيا جوړولو ته يي پاملرنه نه ده كړي .

خولوړپوړي حكومتي چارواكې ددغو نيوكو په ځواب كې وايي چې ګواكې ځاى وگړي درغاونې د پروژو امنيت نشي خوندي كولى نوځكه حكومت اونړيواله ټولنه زړه نه ښه كوي چې دبيارغاونې كارونه وكړي .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت