BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 15:05 گرينويچ 2008 ,23 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
په هلمند کې روغتيا پالان له ناامنيو سرټکوي

بهرنى سرتېرى په هلمند کې
د افغانستان په سويلي ولايت هلمندكې ګڼ روغتياپالان وايي چې ناامنيو يې ژوند له ګواښ سره مخامخ كړی دی.

ډاكټروان وايي كه يي امنيت خوندي نه شي ښايي نور د ناروغانو درملنه ونه كړاى شي.

دوى وايي چې د حكومت وسله وال مخالفين اوځينې نامسؤله وسله والې ډلې يې په يوه او بل تور ګواښوي او دوى نه پرېږدي چې د خلكوخدمت وكړي.

ډاكټران وايي چې دوى سياسي خلك نه دي او موخه يې يوازې او يوازې د ناروغۍ له منځه وړل دي.

د هلمندولايت ګڼ روغتياپال وروسته له هغه د امنيت غوښتنه كوي چې د هلمندپه مركزاو ولسواليوكې يو شمېر روغتياپال د نامعلومو وسله والو لخوا ترتښتولو وروسته ووژل شول او د ځينو نورو د زامنو يا خپل خپلوانو د تښتولو هڅه وشوه.

 اوس د ناروغانو شمېر دومره ډېرشوى چې موږ يې شپه ورځ په درملنه بوخت يو، زه غوښتنه لرم چې د هلمندپه ولسواليو كې دې روغتياپالان پرېښودل شي چې د خپلو خلكو خدمت وكړي
يو ډاکتر

كه د هلمندولايت يو شمېر ناكراره ولسواليو ته سړى سر ور ښكاره كړي، ښايي پكې كم روغتياپالان ومومي چې د خلكو درملنه كوي.

د هلمند د عامې روغتيا د رياست مرستيال ډاكټر نثاراحمد بارك تېر ٢٠٠٧ زيږدىز كال د هلمند د روغتياپالانو پر وړاندې ترټولو د تاوتريخوالي ډك كال بولي.

ښاغلى بارک وايي:'' په ٢٠٠٧ زيږدىز كال كې زموږ يو شمېر ډاكټران ووژل شول د ځينو نورو يې د تښتولو هڅه وشوې، د ډاكټرانو مخالفينو ته وايم پريږدئ چې هغوي د خلكو درمنله وكړي.''

د هلمند ولايت روغتياپالان وايي چې دوى په كومې سياسي ډلې ټپلې پورې تړاو نه لري او موخه يې يوازې او يوازې د ناروغيو له منځه وړل دي.
په هلمندولايت كې د كوچنيانو د ناروغيو متخصص ډاكټر يار محمد ناصري وايي ډاكټران له ناروغۍ څخه پرته بل هېڅ دښمن نه لري.

نوموړى وايي:'' ډاكټر يو دښمن لري چې هغه ناروغي ده، موږ پر ټولو ښكېلو غاړو ږغ كوو چې روغتياپالان پرېږدي چې د كړېدلو افغانانو درمنله وكړي.''

د هلمندولايت په يو شمېر ولسواليو كې اوس روغتياپالان اړشوي چې د خپل ځان د امنيت د خوندي كولو په موخه وسله وال كسان له ځان سره وګرځوي.

د هلمندولايت يو بل روغتياپال محمدصديق قانع وايي چې د هلمندپه ولسواليو كې د امنيتي ستونزو له كبله روغتياپالان كم شوي او د ناروغانو په شمېر كې زياتوالى راغلي.

نوموړى وايي چې له دغو ناروغانو څخه يې اوس ګڼ شمېر د هلمند مركز لښكرګاه ته راځي خو كه يې په خپله ولسوالۍ كې درمنله شوې واى نو له دومره ستونزو سره به نه مخ كېدلاې.

ښاغلى قانع وايي:''اوس د ناروغانو شمېر دومره ډېرشوى چې موږ يې شپه ورځ په درملنه بوخت يو، زه غوښتنه لرم چې د هلمندپه ولسواليو كې دې روغتياپالان پرېښودل شي چې د خپلو خلكو خدمت وكړي.''

په هلمندولايت كې روغتياپالان تر ډېره د هغوكسانو لخوا ګواښل كيږي چې نه يې حكومت او نه يې هم وسله وال طالبان د خپل ځان بولي.

دغه كسان چې ډېرى يې وسله وال غله بولي وخت پروخت ډاكټران، ملي سوداګر او ځينې نورشتمن خلك په يوه او بل نامه ګواښوي.

د هلمندولايت ګڼ روغتياپالان له حكومت څخه د خپل امنيت غوښتنه كوي او پرهغو كسانو چې ددوي په اړه سم نظرنلري وايي موږ سياسي خلك نه يو موږ پرېږدئ چې د ناروغوكسانو درملنه وكړو.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت