|
د هلمند ځانمرگي د والي مرستيال وواژۀ | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان د هلمند په ولايت کې د يوۀ ځانمرگي بريد له امله شپږ کسان وژل شوي دي چې د والي مرستيال هم پکې شامل دى . د پنجشنبې په ورځ ( د جنوري ٣١ ) دغه چاودنه په يوۀ جومات کې وشوه . دغلته د والي مرستيال حاجي پير محمد لمونځ کاوۀ . په دغه پېښه کې لږ تر لږه ١١ نور کسان ټپيان شوي دي . د هلمند د پوليسو د مشر په وينا ځانمرگي هغه مهال ځان د لښکرگاه په مرکز کې وچووۀ چې خلک په لمانځۀ ولاړ و . په ټپيانو کې يو څلور کلن ماشوم هم دى چې د لمانځۀ پر وخت د جومات په ورۀ کې ناست و. د هلمند تر دې بريد لږ وړاندې په کابل کې هم يوۀ ځانمرگي بريد يو ملکي کس وواژۀ . | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||