|
هلمندوال: ترهگرۍ پر ضدمبارزه دې همغږې شي | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د سويلي ولايت هلمند ډېرى اوسېدونكي وايي چې كه افغان او نړيوال ځواكونه له ترهگرۍ سره د مبارزې په جګړه كې خپلې ستراتېژۍ سره همږغي نه كړي ښايي په دغه ولايت كې امنيتي وضعيت تردې هم خرابه شي . د هلمندولايت يوشمېر روڼ اندو ځوانانو له بي بي سي ته دخبرو پرمهال په دغه ولايت كې پرميشتو برتانوي ځواكونو ډېرې نيوکې وكړې اوپرهغوى يې تورولګاوۀ، چې ګواكې د امنيت دټيكاو لپاره يې هېڅ نه دي كړي . ډېرى ځوانانو وويل چې كه افغان اونړيوال ځواكونه په گډه د امنيت په سموالي كې مرسته ونكړي نو روان ٢٠٠٨ كال ښايي ترتېر هغه دوه برابره خونړى وي . هلمند تېر٢٠٠٧ كال دسختو نښتو اوجګړو شاهد ولايت و . د موسى كلا ولسوالۍ نيول هغه څه وو چې د بيانيولو په جګړو كې يې ګڼ ځايي خلك زيانمن شول . تېركال يوازې دګرشك او سنګين ولسوالۍ په دوو جګړوكې شاوخوا٥٠ ولسي وګړي ووژل شول كه څه هم دنوي ٢٠٠٨ ميلادي كال درارسېدو سره ګڼو هلمندوالو هيله لرله چې په دغه كال كې به يې ستونزې د تېر په څېر ډېرې نه وي . خو اوس ددو مياشتو په تېرېدو سره نژدې دغه هيلې په ناهيلۍ بدلې شوې .
د هلمند ولايت يو روڼ اندي احمدشاه پاڅو ن په هلمندولايت كې پر مېشتو برتانوي ځواكونو نيوكه لري چې ګواكې دامنيت په راوستلو كې يې مرسته نه ده كړې . ښاغلى پاڅون وايي:'' په هلمندولايت كې برتانوي ځواكونو هېڅ نه دي كړي . امنيت يې نه دى راوستلى اوله خلكو سره پر خپلو ژمنو نه دي ولاړ.'' د هلمندولايت يوبل روڼ اندى عبدالستار ستورى بيا وايي چې كه افغان او نړيوال سرتېري په خپلي ستراتيژۍ كې بدلون رانه ولي ښايي په روان كال كې هم هلمندوال د ارامۍ ساه وانخلي . هغه وايي چې په هلمندولايت كې افغان او نړيوال ځواكونه هر يو پرخپل سر ډنګوي او د يوه او بل خبرو ته غوږ نه ږدي . دى وايي:'' كه چېرې افغان اونړيوال ځواكونه د ترهگرۍ پر وړاندې خپله ستراتيژي سره همغږې نه كړي ښايي روان كال به تر نورو ډېر خونړى وي . يوبل لامل يې دادى چې په ولسواليو كې افغان اونړيوال ځواكونه له خلكو سره ظلم كوي .'' يو بل هلمندى ځوان سراج الدين سرحدي هم د نيوکې ګوته نړيوالو ځواكونوته نيسي . دده پروينا، په بېلابېلو وختونو كې نړيوالو ځواكونو له افغانانو سره ژمنې وكړې، خو خپله ژمنه يې ترسره نه كړه چې دغه كار افغانان ډېر ناهيلي كړل .
د هلمندولايت ځينې چارواكي هم تر ډېره د ولسي خلكو دغه نيوكي او وړانديزونه پرځاى بولي . خو په هلمندولايت كې مېشت برتانوي ځواكونه تر ډېره له دغونيوكو سره موافق نه دي . ددغو ځواكونو وياند سايمن مېلر د خلكو ددې نيوكو په ځواب كې وويل چې برتانوي ځواكونه شپه اوورځ د هلمندوالو دسولې اوپرمختګ لپاره هلې ځلې كوي . | ورسره تړلي نور خبرونه ايساف : په هلمند کې مو د ٤٠٠ ميليونه ډالرو اپيم نيولي26 فبروري, 2008 | افغانستان په هلمندکې يو ډنمارکى سرتېرى ووژل شو25 فبروري, 2008 | افغانستان هلمندکې کوکناروسره مبارزه پيل شوه19 فبروري, 2008 | افغانستان هلمندي ځوانانوته د زدکړې زمينه برابره شوه18 فبروري, 2008 | افغانستان | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||