|
ايساف : په هلمند کې مو د ٤٠٠ ميليونه ډالرو اپيم نيولي | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په افغانستان کې د امنيت نړيوال مرستندوى ځواک يا ايساف وايي د افغان سرتيرو په ملگرتيا يې د هلمند ولايت په سنگين ولسوالۍ کې د شاوخوا ٤٠٠ ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت کوکنار نيولي دي . له کابل څخه د سه شنبې په ورځ ( د فبروري ٢٦ ) په خپره کړې يوه خبر پاڼه کې ايساف وايي دا کوکنار يې په بر سنگين کې د پوځي عملياتو په ترڅ کې د تيرې پنجشنبې په ورځ ونيول . ايساف دا نه وايي چې ولې يې اوس دغه خبر خپور کړى دى . خو دا خبر په داسې وخت کې خپريږي چې دهلمند والي اسد الله وفا يو وار بيا پر نړيوالې ټولنې او د کورنيو چارو پر وزارت نيوکې کړي دي چې گواکې د گکوکنارو په ورانولو کې ورسره مرسته نه کوي . ښاغلي وفا وويل چې دۀ د مخدره توکو د ختمولو لپاره درې ميليونه ډالر غوښتي و خو دۀ ته يوازې شل زره ډالر سپارل شوي و . د ايساف خبر پاڼه زياتوي چې دوى د مخدره توکو د جوړولو دوه اسانتياوې هم قبضه کړي دي . د خبر پاڼې په وينا له لوړ پوړو چارواکو سره تر خبرو وروسته پتېيل شوې ده چې دغه توکي ځاى پر ځاى ويجاړ کړي . د ايساف ډگروال سايمن ميلر چې په هلمند کې د دغو ځواکونو وياند دى وايي : (( ايساف د مخدره توکو او باغيانو ترمنځ ښکاره اړيکي ويني . دغه ډول جنايي چارې تاوتريخوالى زياتوي او اوږدوي . )) هلمند په افغانستان کې د کوکنارو تر ټولو لوى توليدونکى ولايت دى . | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||