BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:11 گرينويچ 2008 ,03 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د خوست صبريو ولسوالۍ انگړکې ځانمرگى شوى

خوست
د سويل ختيځ خوست ولايت د صبريو ولسوالۍ يو له هغو سيمو څخه ده چې گڼ شمېر بهرني او افغان پوځيان پکې مېشت دي او دغه ولسوالي هر وخت د تاوتريخوالي شاهده ده .
د افغانستان سويل ختيځ خوست ولايت په صبريو ولسوالۍ انگړ د ننه د ناټو او افغان پوځيانو يوه گډ مرکز ته له يوه مازدا ډوله موټر ورننويستلو وروسته ځانمرگى بريد شوى .

د صبريو ولسوال لطف الله بابکرخېل بي بي سي ته وويل چې دغه ځانمرگى نن (دوشنبې، د مارچ ٣) شاوخوا مازيگر څلور بجې د ناټو او افغان پوځيانو په يوه گډ مرکز کې شوى دى .

د ښاغلي بابکرخېل پروينا، له چاودېدونکو توکيو ډک يو مازدا ډوله د ناټو او افغان پوځيانو گډ پوځي مرگز ته له ورننويستو وروسته ځانمرگي بريد کوونکي چوولى دى .

د چارواکو پروينا په دغه بريد کې يو ولسي وگړى وژل شوى او ددوو افغان سرتېرو په گډون د ناټو څلور سرتېري ټپيان شوي دي .

ځانمرگى بريد کوونکى په بشپړ ډول له منځه تللى دى .

بل پلو د افغانستان په سوېل ختيځ کې د ناټو مطبوعاتي دفتر وايي چې په دې ځانمرگي بريد کې د ناټو څلور پوځيان ټپيان شوي دي او نوره مرگ ژوبله يې نه ده اړولې .

خو د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي په يوه مازدا ډوله گاډي کې يې شاخوا پنځه ټنه چاودېدونکي مواد ځاى پرځاى کړي او د عبدالله په نامه ځانمرگي بريد کوونکي د ناټو او افغان پوځيانو مرکز ته له ننويستو وروسته چوولى دى . د ناټو ا وافغان پوځيانو ته يې لويه مرگ ژوبله اړولې ده .

د يادونې وړ ده چې دا لومړى ځل دى، چې د ناټو او افغان ځواکونو پر گډ مرکز ځانمرگى بريد کېږي .

څه موده وړاندې هم په دې ولسوالۍ کې د پوليسو يو مشر رازق نور له خپلو څلورو ساتونکو سره، چې دوه يې زامن او دوه نور يې خوريونه ول، د سړک د غاړې د ماين چاودنې له امله ووژل شول .

د سويل ختيځ خوست ولايت د صبريو ولسوالۍ يو له هغو سيمو څخه ده چې گڼ شمېر بهرني او افغان پوځيان پکې مېشت دي او دغه ولسوالي هر وخت د تاوتريخوالي شاهده ده .

درې اوونۍ وړاندې هم په خوست کې د يوې چاودنې په پايله کې د کمپاين (پوځيانو) ځلور تنه سرتېري وژل شوي ول .

ورسره تړلي نور خبرونه
خوست کې چاودنې پنځه پوليس ووژل
26 فبروري, 2008 | افغانستان
په خوست کې ځانمرگى بريد شوى
23 جنوري, 2008 | افغانستان
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت