|
د خوست والي له ځانمرگي بريده روغ پاتې شو | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان د خوست په ولايت کې په موټر کې سپارۀ ځانمرگي بريد کوونکي د دغه ولايت د والي ارسلا جمال د موټرو کاروان نن ( چارشنبې د زمري ٣١ د اگست ٢٢ ) په نښه کړ . د خوست والي له دغۀ بريده روغ رمټ پاتې شوى خو درې ساتونکي يې ټپيان شوي دي . د خوست د يوۀ روغتون چارواکو بي بي سي ته وويل چې تر اوسه يو مړى او ٧ کسه ټپيان ور رسول شوي دي . دا لا معلومه نه ده چې نور ټپيان هم نورو روغتونونو ته رسول شوي که نه . دا په تيرو څو مياشتو کې دويم ځانمرگى بريد دى چې د خوست والي ارسلا جمال په نښه کوي . تير ځل ښاغلي جمال هغه وخت په نښه شو چې په خوست کې يې د يوۀ روغتون د بيا رغاونې چارې څارلې . په هغه پېښه کې لږ تر لږه اووه کسان وژل شوي و . د خوست ولايت د ډيورنډ په کرښه پروت دى او په تيرو څو مياشتو کې په پرتلييزه توگه ارام و . لومړى بريد | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||