BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 12:51 گرينويچ 2008 ,27 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
ايسا: صنعتي پانگونه ټيټه شوې

په افغانستان کې د پانگونې د ملاتړ اداره
يوازې په صنعتي کارخانو کې تر سلو زرو ډېر وگړي په کار بوخت دي .
په افغانستان کې د پانگونې د ملاتړ اداره ايسا وايي چې يوازې په صنعتي کارخانو کې له سلو زرو نه ډېر وگړي په کار بوخت دي او د خصوصي سکټور د نورو برخو په پرتله د صنعت د برخې پانگونه ټيټه کچه لري،او لامل يې دا په گوته کېږي چې په دغه هېواد کې د برېښنا نشتوالي، لږوالي، امنيتي ستونزو بيروکراسۍ او د بنسټيزو تاسيساتو نه شتون د پانگوالو په مخ کې خنډونه جوړ کړي دي .

کله چې د افغانستان له ځوانانو او نورو وگړو څخه د هغوى د ستونزو په هکله پوښتل کېږي نو تر ټولو مخکې له بېکارۍ څخه سرټکوي او وايي چې د کاري اسانتياوو د نشتوالي له کبله له اقتصادي ستونزو سره لاس او گرېوان دي، ډېرى خلک ددغې ستونزې هوارى په دې کې گوري چې افغانستان د صنعت په برخه کې پرمختگ وکړي .

په تېرو شپږو کلونو کې په دغه ډگر کې څه ناڅه کار شوى دى خو د برېښنا نشوالي لږ والي، نا ډاډمن فردي امنيت، بېرو کراسۍ او د بنسټيزو تاسيساتو نه شتون دگڼو پانگوالو مخه ډپ کړې ده،خو په افغانستان کې د پانگونې د ملاتړ د ادارې مشر عمر زاخېلوال وايي چې سره له دې هرڅه له سلو زرو نه ډېر افغانان په صنعتي کارخانو کې په کار روزگار بوخت دي .

د ايسا د مشر پر وينا اوسمهال په هرات، مزار،جلال اباد،کندهار او نورو ولايتونو کې په سلگونو کارخانې د نا الکولي مشروباتو، د څښاک د اوبو، ساختماني توکيو، لبنياتو، فرنيچرو پلاستيکي توکيو او قالينو په جوړولو بوختي دي .

دغه توکي تر اوسه په افغانستان کې کارول کيږي او يوازې قالينې دي چې د نړۍ بازارونو ته له پخوا څخه لاره لري، پانگوال هيله لري چې حکومت ورسره د بازار موندنې په برخه کې مرسته وکړي خو ايسا وايي چې بازار پيداکول د پانگوالو او سوداگرو خپل کار دى .

که ټول خصوصي سکټور په پام کې وي نو په تېرو شپږو کلونو کې له پنځه ملياردو نه ډېره پانگونه شوې ده، خو د شتو ستونزو له کبله د صنعت ونډه يوازې د اوو سوو ميليونو په شاوخوا کې ده .

ايسا په خپل کلني راپور کې ويلي وو چې په ٢٠٠٧ ميلادي کال کې د ٢٠٠٦ ميلادي کال په پرتله د پانگونې کچه ٥٠ په سلو کې پرېوتې وه، خو ښاغلى زاخېلوال هيله من دى چې د روان کال په ترڅ کې به ډېر پانگوال د صنعت ډگر ته مخه وکړي، لامل يې دا بولي چې په ځينو ولايتونو کې د برېښنا ستونزه مخ په هوارېدو ده او حکومت د پانگوالو د امنيت په اړه د تگلارو په جوړولو بوخت دى بله دا چې د اومه توکيو محصول د پخوا په پرتله ټيټ شوى .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت