|
شپږ خصوصي پوهنتونونه د فعاليت اجازه لري | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت چارواکي وايي په تېرو درېيو کلونو کې د لوړو زده کړو شاوخوا شپږو خصوصي پوهنتونونو او موسسو ته يې د فعاليت اجازه ورکړې ده. د چارواکو پر وينا دمگړۍ په دغو شخصي پوهنتونونو کې تر ٥ زرو ډېر زده کوونکي په خپلو شخصي امکاناتو زده کړې کوي. د دغو پوهنتونونو او موسسو ډېر هغه يې په کابل ښار کې فعاليت کوي. په افغانستان کې د طالبانو رژيم تر نسکورېدود ښوونې او روزنې او لوړو زده کړو په برخه کې ډېرې هيلې راوټوکېدې. افغان حکومت هم د ښوونې روزنې او لوړو زده کړو د کچې د لوړوالي ټټر وډباوه. په افغانستان کې د ښوونې او روزنې او لوړو زده کړو د کچې د لوړوالي ژمنې ډېر کورني او بهرني پانگوال په دغه برخه کې پانگونې ته وهڅول. د چارواکو پر وينا اوسمهال په افغانستان کې د لوړو زده کړو په برخه کې ميليونونه ډالره پانگونه شوې ده، چې ډېرو پانگوالو خپلې پانگې د لوړو زده کړو د پوهنتونونو او تعليمي موسسو په جوړولو کې په کار اچولې دي .
دمگړۍ په افغانستان کې د امريکا افغان په نوم يو پوهنتون او د (کارډان ،خراسان ،اريانا، باختر، ميوند او محمدجلال الدين بلخي) په نومونو دلوړو زده کړو شپږ عالي خصوصي موسسې فعاليت کوي . د چارواکو پر وينا دغه پوهنتونونه بيلابيلې څانگي لري چې، په کې د ٥ زرو په شاوخوا کې زده کوونکي پر زده کړو بوخت دي. د دغو پوهنتونونو چارواکي ادعا کوي چې،د ځينو اروپايي او امريکايي پوهنتونو سره ښوونيز اړيکي هم لري او ډېرى ښوونکي يې هم بهرنيان دي . په کابل کې د امريکا افغان په نوم پوهنتون چې په دې وروستيو کلونو کې يې فعاليت پيل کړى د معلوماتي ټکنالوزۍ،ادارې او عمومي مطالعاتو پوهنځي لري. اوسمهال دغه پوهنتون شاوخوا ٤ سوه زده کوونکي لري چې، دهر زده کوونکي مياشتنى فيس ٤٠٠ امريکاي ډالره دى. دامريکا افغان پوهنتون يوتن چارواکى محمد شريف فايز ادعا کوي چې، ښوونيز نصاب يې د ځينو مشهورو امريکايي پوهنتونو سره ورته والى لري او ډېرى ښوونکي يې هم بهرنيان دي چې، په وينايې له همدې امله له زده کوونکو لوړ فيس اخلي. دى وايي:'' زموږ هغه زده کوونکي چې سکالرشيپ او تخفيف ونه لري په يوه کال کې شاوخوا ٥٠٠٠ امريکايي ډالره فيس ورکوي. خو زموږ ډېر زده کوونکي سکالرشيپ او تخفيف لري.''
د کاردان په نوم د لوړو زده کړو موسسه چې،له دوو کالو راهيسې په کابل ښار کې فعاليت کوي، د ادارې، اقتصاد او ساينسي علومو پوهنځيو کې تر زرو ډېر زده کوونکي لري . د کاردان د تعليمي موسسې چارواکي وايي هيله مند دي خپل ښوونيز نصاب د امريکا د پريسټن په نوم پوهنتون له نصاب سره يو کړى. د دغې موسسې مرستيال ذبيح الله شريفي پر وينا، ډېرى استادان يې بهرنيان دي چې، د دوکتورا او ماسټرۍ تر کچې زده کړې لري. د ښاغلي شريفي پر وينا دوى هڅه کوي چې،په راتلونکې کې د ماسټرۍ پوهنځې هم پرانيزي. دچارواکو پر وينا دغه پوهنتون يو شمېر ماسټرې ښځينه ښوونکې هم لري. دهغه په باور خصوصي موسسي له کانکور څخه پاتې شوو زده کوونکو ته د لوړو زده کړو د پر مخ بيولو ښه زمينه برابره کړې ده. سره له دې چې اوسمهال په افغانستان کې د ٢٠ په شاوخوا کې حکومتي پوهنتونونه شتون لري چې، په زرگونو افغانان په کې په بېلابېلو څانگو کې په زده کړو بوخت دي، خو په دغه هېواد کې د لوړو زده کړو د خصوصي موسسو او پوهنتونو جوړلو ته د لوړو زده کړو په برخه کې د يو ښه گام په سترگه کتل کېږي. څه موده وړاندې د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت چارواکو اعلان وکړ چې، د کانکور په سږني ازموينې کې به د دوولسمو ټولکيو لږترلږه ١٠٠ زره فارغ زده کوونکي برخه واخلي، چې له دوى څخه به يې شاوخوا ٣٠ زره پوهنتونونو ته لاره وکړي. خو له دې سره بيا هم د دوولسمو ټولگيو د فارغانو په شمېر کې هرکال زياتوالى راځي . | ورسره تړلي نور خبرونه هلمندي ځوانانوته د زدکړې زمينه برابره شوه18 فبروري, 2008 | افغانستان کرزى:ښوونځيو ته له نړيوالو مرسته غواړو12 فبروري, 2008 | افغانستان کابل پوهنتون چينايي څانگه پرانيزي10 جنوري, 2008 | افغانستان په افغانستان کې ښوونيز راديو تلوېزيون پيلېږي21 جولاى, 2007 | افغانستان | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||