|
په افغانستان کې ښوونيز راديو تلوېزيون پيلېږي | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان د پوهنې وزارت وايي ډير ژر به د دغه هيواد په شاوخوا درې زره ښوونځيو کې غږيزه او انځوريزه زده کړه د تعليمي راډيو ټلويزيون له لارې پيل شي. د پوهنې وزير خبريالانو ته وويل د دغې پروژې لومړۍ پړاو به د سږني کال تر پايه بشپړ شي او په راتلونکي کال کې به يې په دوهم پړاو کار پيل شي. غږيزه او انځوريزه ښوونه و روزنه په افغانستان کې يا خو نوې ده او که پخوا هم ورته څه نا څه کار شوى نو په نيشت حسابيږي. تر دې وړاندې په دې برخه کې يو شمير نړيوالو راډيو گانو او ټولنو يو څه کار کړى، خو په تعليمي راډيو ټلويزيون کې تر اوسه داسې خپرونې نه دي وړاندي شوي. د افغانستان د پوهنې وزير حنيف اتمر وايي چې د دغې چارې په ترسره کولو به د دغه هيواد په لرو پرتو کليو بانډو کې هم زده کونکي له ښوونې او روزنې برخمن شي. ښاغلي اتمر وويل: ''په بنسټيزه توگه د دغې پروژې موخه دا ده چې زموږ تعليمي راډيو ټلويزيون په هغې دستگاه بدل شي چې له لرې واټنه خلکو ته زده کړه ورکړي دغه پروژه جوړه شوې په ظرفيتونو کار روان دى او د سږ کال تر پايه به د هغه لومړى پړاو بشپړ شي ، او بيا به يې په دوهم پړاو کار پيل کړو چې له مخې به يې د افغانستان په کوراکور کې دغه زده کړې عامې شي.'' پخوا به د تعليمي راډيو ټلويزيون خپرونې يوازې د ملي راډيو ټلويزيون له لارې خپريدلې چې معمولا به يې ښوونيزې او روغتيايي خپرونې خپرولې، خو د پوهنې د وزير په وينا چې له دې وروسته به دغه راډيو ټلويزيون په خپلواکه بڼه خپرونې پيل کړي. خو دا چې د افغانستان د پلازمېنې او څو لويو ښارونو پرته په نورو سيمو کې د بريښنا اسانتياوې نشته نو ايا دغه پروژه به هماغه شان بريالۍ وي لکه څنگه چې ترينه تمه کيږي ؟ د ښوونې او روزنې يو تن کارپوه حبيب زلمى وايي اوس مهال د دغو خپرونو خپرول يوازې د راډيو له لارې شوني دي. د پوهنې وزارت سرچينې وايي تر اوسه د دغې پروژې د بشپړتيا په موخه يو شمير مرستندويه ټولنو څه نا څه مالي مرستې کړي چې او د وروستۍ مرستې لپاره يې د يونسکو يا د ملگرو ملتونو علمي او فرهنگي ټولنې هم ټټر وواهه. خو افغان حکومت د هغو ستونزو سره چې نن سبا غاړه غړۍ دى څومره به وتوانيږي چې دغه خپرونې د ټلويزيون له لارې هم پلى کړي او ډير کارپوهان دا انديښنه ښيي چې په اوس مهال کې به افغان حکومت د دې جوگه نه وي چې دغه خپرونې هغه شان يې چې غوښتي پلې کړي. | ورسره تړلي نور خبرونه په فارياب کې ښوونځي جوړېږي09 جولاى, 2007 | افغانستان 'د ښوونځيو دوه ستونزې به يو کال کې حل شي'04 جولاى, 2007 | افغانستان اتمر: په زابل کې پنځه ښوونځي جوړوو27 جون, 2007 | خبرونه | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||