|
کرزى:ښوونځيو ته له نړيوالو مرسته غواړو | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
افغان ولسمشر حامد کرزي په نړيوالې ټولنې او مرستندويو هېوادونو غږ وکړ چې ښوونځيو ته د هغو ماشومانو په بېرته ستنولو کې ورسره مرسته وکړي چې دا مهال د امنيتي ستونزو له امله له ښوونې او روزنې بې برخې شوي دي . دغې غونډې ته د نژدې ٢٠ هېوادونو اود ٣٠ نړيوالو ټولنو استازي وربلل شوي ول، چې د افغانستان د ښوونې په برخه کې شته ستونزې وارزوي او له هغو نه د وتو لارې چارې په گوته کړي . سره له دې چې تېر کال افغان حکومت د ښوونې او روزنې په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې لرلې، خو اوس هم دغه برخه د يو لړ ننگونو سره مخامخه ده . افغان ولسمشر د غونډې په پيل کې د حکومت هغه لاسته راوړنې وشمېرلې چې د شپږو کالو په ترڅ کې د ښوونې او روزنې په ډگر کې تر لاسه شوې وې، خو په دغه کار کې يې د خپلو نړيوالو ملاتړو هڅې هم وستايلې . همدارنگه ښاغلي کرزي د يو شمېر ښوونځيو لپاره د ودانيو، لابراتوارونو او درسي کتابونو نشتوالى او په هېواد کې يې د يوولسو ميليونو نالوستو کسانو شتون هغه ننگونې وبللې چې دا مهال افغان حکومت ورسره غاړه غړۍ دى . ښاغلي کرزي د افغانستان په نا امنه سيمو کې د څه نا څه ٦٠٠ ښوونځيو د تړلو خبره هم وکړه چې له امله يې دا مهال څه د پاسه ٣٠٠٠٠٠ ماشومان له ښوونې او روزنې نه بې برخې پاتې دي، هغه په ټولو نړيوالو او په تېره بيا په پاکستان غږ وکړ چې ښوونځيو ته د دغه ماشومانو په بېرته ستنولو کې د افغان حکومت لاس نيوى وکړي . ده وويل:'' د افغانستان په يو شمير ولايتونو کې لږ تر لږه ٣٠٠٠٠٠ زده کوونکي ښوونځيو ته نه شي تللاى، موږ له نړيوالې ټولنې نه غواړو چې په دې برخه کې له موږ سره مرسته وکړي ، موږ د خپل گاونډي او ورور هېواد پاکستان نه تمه لرو چې زموږ سره
دا مهال په ټول افغانستان کې څه نا څه شپږ ميليونه ماشومان ښوونځيو ته ځي چې ډېر ښوونځي يې ودانۍ نه لري. له بله لوري د دولت د مخالفينو گواښنې يوه بله ستونزه ده چې زده کوونکي ورسره مخامخ دي، د افغانستان د پوهنې د وزير حنيف اتمر پر وينا تېر کال څه نا څه١٥٠ ښوونکي او زده کوونکي د دولت د مخالفينو له خوا وژل شوي او تر ١٠٠ زيات ښوونځي سوځېدلي دي . دا مهال اتيا په سلو کې ښوونکي لوړې زده کړې نه لري. ښاغلى اتمر وايي چې د دغې ستونزې د غوڅولو لپاره د څلورو کالو په موده کې دوه مليارده ډالرو ته اړتيا شته، خو د افغانستان کمزوري اقتصاد ته په کتو داسې نه برېښي چې د پوهنې وزارت به په دې ډگر کې د پام وړ چاره ترسره کړي . | ورسره تړلي نور خبرونه 'د ښوونځيو دوه ستونزې به يو کال کې حل شي'04 جولاى, 2007 | افغانستان په کابل کې پښتو ښوونځي پيليږي25 مارچ, 2007 | خبرونه په افغانستان کې ښوونيز کال پيل شو24 مارچ, 2007 | خبرونه | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||