|
په افغانستان کې ښوونيز کال پيل شو | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په افغانستان کې د ولسمشر حامد کرزي لخوا د ښوونځي د زنگ په کړنگولو سره نن (د وري په څلرمه) ښوونېز کال پيل شو . په کابل کې دمعارف دجوړ شوي جشن د نمانځنې غونډې ته افغان ولسمشر خوښي وښوده چې د زده کونکو شمېره سږکال له شپږ ميليونه اوړي . خو لاهم په افغانستان کې نېمايي ماشومان ښوونځيو ته نه شي تلى . د پوهنې وزارت ژمنه وکړه چې په ١٣٨٦ کال کې به د ١٦٠٠ ښوونځيو ودانۍ جوړې کړي . د نوي ښوونيز کال په پيل کې د ښوونکو د تنخاگانو د لوړتيا د موضوع څرنگوالى دهغې طرحې بشپړيدوته وځنډول شو، چې د څو مياشتو په ترڅ کې به بشپړه او د رتبو پر بنسټ به د ښوونکو په معاشونو کې لوړتيا راشي . په افغانستان کې په داسې حال کې د ښوونځيو زنگونه ووهل شول چې تېرکال نژدې سل ښوونکي او زده کونکي وژل شوي، نژدې ٢٠٠ ښوونځي سوځول شوي او ٣٥٠ نور دنا امنۍ لامله تړل شوي دى . دکابل په اماني ليسې کې د معارف د جوړ شوي جشن دنمانځنې په پيل کې وړو زده کونکو په بېلابېلو ژبو خپل همزولو ته پيغامونه وړاندې کړل . دافغانستان د پوهنې وزير حنيف اتمر وايي سږکال به تر ٨٠٠٠٠٠ پورې نوي زده کونکي ښوونځيو ته جذب شي .په دغه سره به د ټولو زده کونکو شمېره تر شپږ ميليونو واوړي، چې دوه ميليون ېې نجونې دي . دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې په سلگونوزره زده کونکي دښوونځيو ودانۍ نه لري خو وزير حنيف اتمر ژمنه وکړه چې په روان کال کې به په ١٦٠٠ ښوونځيو ته نوي ودانۍ جوړې کړي او لس زره نوي ښوونکي به وگماري . سره له دې چې ښاغلي اتمر په تېر کال کې د خپلې ادارې د شويو ډېرو کارونو يادونه وکړه، خو پرتې ننگونې ېې هم کمې ونه بللې . په مورنۍ ژبه د ماشومانو لپاره د ليک لوست د عملي کولو د زيري تر څنگ يې خپل پنځه کلن پلان ته گوته ونېوله، چې له مخې به يې د ښوونيز ډگر پر وړاندې ډېرې پرتې ستونزې پاى ته ورسيږي . خو غټه ستونزه د ښوونکو د تنخاگانو کموالى دى چې ددغې د ستورې گډونوالو ښوونکو هم ترې سرټکاوه. ددوى په وينا که ېې تنخوا کمه وي نو د لوست لپاره کافي تيارى نه شي نيولى. د ښوونې دجشن غونډې ته دافغان ولسمشر حامد کرزي د وينا غټه برخه له ولس څخه د سخت کارپه غوښتنو راټوله وه، خو د ښوونکو دتنخاگانو د لوړتيا زېرى يې د هغې طرحې بشپړېدو ته وځنډاوه، چې د څو مياشتو په ترڅ کې به بشپړ او پر بنسټ به ېې د رتبو له مخې د ټولو دولتي کارکونکو معاشونه لوړ شي . افغان ولسمشر د ښوونې په پرمختگ د خوښۍ تر څنگ په دې خواشيني وښوده چې لاهم يو شمېر ښوونکي او ماشومان له ويرې ښوونځي ته نه شي تلى . خو ددغه وضيعت د له منځه وړلو لپاره د کليوالو او سېمه يېزو شوراگانو هڅې بريالۍ وبلل شوې او په نوي کال کې د نورو زرگونو شوراگانو دجوړيدو يادونه هم وشوه . افغان مشر تابه ښوونکو او زده کوونکو ته سپارښتنه وکړه چې ددغه حالت څخه د راوتلو لپاره سختې هلې ځلې وکړي . | ورسره تړلي نور خبرونه د انجوونو د زدکړى د خپريدو لپاره هلې ځلې13 مارچ, 2005 | خبرونه اتمر : افغانان بايد په مورنۍ ژبه سبق ووايي04 مۍ, 2006 | خبرونه په افغانستان کې د معارف د ملي ورځې نمانځنې29 اپريل, 2005 | خبرونه اتمر: د معارف په ادارو کې ژور اصلاحات راولم15 مۍ, 2006 | خبرونه د ښوونې وزارت ښوونځيو ته پيسې ورکوي12 نومبر, 2006 | خبرونه افغانستان د ښوونځيو نوى نصاب جوړوي26 اگست, 2006 | خبرونه ښوونې وزارت د ښوونکو تنخواه گانې لوړوي07 جنوري, 2007 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||