BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 14:44 گرينويچ 2005 ,29 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
په افغانستان کې د معارف د ملي ورځې نمانځنې
افغانستان د نړۍ تر ټولو وروسته پاتى او نيمگړى روزنيزنصاب لري
افغانستان د نړۍ تر ټولو وروسته پاتى او نيمگړى روزنيزنصاب لري
په افغانستان کې د معارف د ملي ورځې د نمانځنو پر مهال ولسمشرحامد کرزي د هيواد له شاوخوا پنځه ميليونه زده کوونکو څخه غوښتنه وکړه چې، روزنيزې ستونزې او نيمگړتياوې وزغمي.

او د يوه سوکاله راتلونکي لپاره، زده کړې وکړي - د کابل په سپورتى لوبغالي کې له چارواکو سربيره په زرگونو زده کوونکو د معارف د ملي ورځې په غونډه کې برخه لرله.

افغانستان په داسې حال کې د معارف يا زده کړو ملي ورځ نمانځي چې، له يوې خوا په ميليونونو زده کوونکو ښوونځيو ته مخه کړې.

خو له بله اړخه د ملگرو ملتونو د سازمان په وينا، د نړۍ ترټولو وروسته پاتى او نيمگړى روزنيزنصاب لري.

د مجاهدينو د برياليتوب د ديارلسمې کاليزې تر پريډ يوه ورځ وروسته، د غوايي د مياشتې پر نهمې ورځ ولسمشر حامد کرزي، د ښوونې او روزنې وزير نورمحمد قرقين او گڼو نورو چارواکو له زرگونو زده کوونکو او ښوونکو سره يوځاى د غازي په سپورتي لوبغالي کې د زده کړې د ورځى درناوى وکړ.

ولسمشر حامدکرزي د زده کوونکو د ترانو تر اوريدلو او د نمايشي حرکاتو تر ليدلو وروسته، پر زده کوونکو غږ وکړ چې، زده کړو ته لومړيتوب ورکړي او د هيواد راتلونکى روښانه کړي.

د افغانستان د بشرى پرمختگ د لمړني ملي راپور له مخې، دا مهال څه باندى پنځه ميليونه ماشومان په افغانستان کې ښوونځيو ته ځي خو دغه شمېره د ټولو افغان ماشومانو په سلو کى ٥٤ برخه جوړوي.

د بلى خوا د نجونو زده کړو دوديزه ستونزه د هيواد په سويليزو سيمو کې لا هم ستر خنډ بلل کيږي، ځکه د راپور په ليکنه په ارزگان، هلمند او زابل ولايتونو کې په سلو کې تر پنځه اتيا ډيرې نجوني له زده کړو بې برخې دي.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت