|
ټول هېواد کې به انټرنټ او ډيجيټل شبکې وغځوو | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان د مخابراتو وزارت وايي تر راتلونکو ٦ مياشتو به د دغه هېواد د ټولو ولايتونو په مرکز کې د انټرنټ او ډيجيټل ټيلېفوني شبکو ته پراختيا ورکړل شي . پر دغه پروگرام لس ميليونه امريکايي ډالره لگښت راځي چې پيسې يې د افغانستان د مخابراتو وزارت د پراختيايي له بوديجې څخه ورکول کېږي . رسمي شمېرې ښيي چې دا مهال په افغانستان کې د ورځې ٥٠٠ زره تنه د انټرنټي اسانتياوو نه گټه اخلي . د افغانستان د ټولو ولايتونو په مرکز کې به د انټرنټ او ډيجيټل ټيلېفوني شبکو ته د دوو چينايي کمپينو پر مټ پراختيا ورکړل شي . د افغانستان د مخابراتو د وزارت مرستيال وزير بريالي حسام د دغه تړون د لاسليکونو پر مهال وويل پر دغه پروگرام لس ميليونه امريکايي ډالره لگيږي چې پيسې د دغه وزارت له پراختيايي بوديجې نه ورکول کېږي . په افغانستان کې دا مهال د ځينو شخصي کمپنيو له لوري د د انټرنټ شبکه د دغه هېواد د ځينو ولايتونو مرکزونو ته غزول شوې، خو د ولايتونو ولسواليو او ښارگوټو ته د دغو شبکو د پراختيا لپاره اوس هم گڼ شمېر خلک سترگې په لاره دي . دى وايي:'' له اوسه ٦ کاله وړاندې د پلازمېنې کابل په گډون د افغانستان ډېرى اوسېدونکي د ټيلېفون لپاره گاونډي هېواد پاکستان ته تلل، خو په دې وروستو کې د مخابراتي شبکو پر مټ دغه ستونزه په بشپړه توگه له منځه تللې ده . همدا اوس په افغانستان کې څلور ميليونه خلک گرځنده ټيلېفون لري اود رسمي شمېرو له مخې نژدې ٥ سوه زره افغانان د ورځې له انټرنټه گټه اخلي. د راپورونو له مخې په افغانستان کې نژدې يو مليارد امريکايي ډالره د مخابراتود پراختيا په برخه کې پانگونه شوې او تر دې دمه يې د دغه هېواد په سلو کې اتيا استوگن ځايونه تر خپل پوښښ لاندې راوستي دي . | ورسره تړلي نور خبرونه طالبان وايي گرځنده تيلې فون دې د شپې نه وي25 فبروري, 2008 | افغانستان افغان ټيلي کام:دگرځنده ټليفونوسيالي سخته شوه02 اگست, 2007 | افغانستان 'په مخابراتو کې به يو ميليارد ډالره پانگونه وشي'09 اپريل, 2007 | خبرونه کابل: د تيلې فون په ډگر کې نوره پانگونه وشوه01 فبروري, 2007 | خبرونه | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||