BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 11:13 گرينويچ 2007 ,02 اگست
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
افغان ټيلي کام:دگرځنده ټليفونوسيالي سخته شوه

افغان ټيلي کام
دغه سيم کارتونه به د انټر نټ اسانتياوې هم و لري چې د خبرو اترو لپاره يې د گرځنده ټليفون سيټ کارول کيږي او د انټر نټ څخه د گټې اخيستلو لپاره سيم کارت دډيجيټل ټيليفون سيټ ته دننه کيږي .
افغان چارواکو يوې دولتي کمپنۍ ته د مبايل ټيليفون د سيم کارت د ويشلو اجازه ورکړه چې د انټر نټ اسانتياوې به ولري .

دا د دغه هېواد لېرې پرتو سېمو ته د مالوماتې ټکنالوژۍ دغزولو هڅه ده چې د لس ميليون ډالرو په لگښت سره به يې ويشل په ٦ مياشتو کې پيل شي .

له کابله دعبدالمالک عاصم رپوټ .

افغان ټيلي کام دمبايل ټيليفون پنځم شرکت دى چې په دغه هېواد کې به دمبايل سيم کارتونه وويشي .

دغه سيم کارتونه به د انټر نټ اسانتياوې هم و لري چې د خبرو اترو لپاره يې د گرځنده ټليفون سيټ کارول کيږي او د انټر نټ څخه د گټې اخيستلو لپاره سيم کارت دډيجيټل ټيليفون سيټ ته دننه کيږي .

چارواکي په پا م کې لري چې د مبايل ټيليفون له لارې دافغانستان لېرې پرتو سيمو ته دمالوما تي ټکنالوژۍ او تيليفوني اسانتياوې ورسوي .

دمخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ وزير اميرزي سنگين په کابل کې يوې خبري نا ستې ته ددغه کار موخه د تيليفوني خدماتو په ډگر کې د سيالۍ رامنځ ته کول وښول .

په انټر نټ سمبال د مبايل ټيليفون د نويو سيم کارتونو ويشونکې دولتي کمپنۍ افغان ټيلي کام وايي د لس ميليون ډالرو په پانگونې سره به د ٦ مياشتو په اوږدوکې ددغه هېواد په ټولو ولايتونو کې دمبايل تيليفون د سيم کارتونو ويشل پيل کړي .

داسې هېله کېږي چې دمبايل ټيليفون په ډگر کې ددغه دولتي شرکت په فعاليت سره به د تيليفون د لگښت بيه ټيټه او خدمات لا ښه شي .

پردې سربېره د افغان ټيلي کام دولتي شرکت د ١٥٠ زره لينه ډيجيټل تيليفون په ويشلو لگيا دى چې انټر نټي اسانتياوې هم لري .

دا مهال په افغانستان کې شا وخوا ٣ ميليون وگړي گرځنده تيليفون او شا وخوا نيم ميليون وگړي انټرنټ کاروي چې ويل کيږي له پيل راهېسې يې بيه لوړه ده .

ورسره تړلي نور خبرونه
پنجشنبه له اوريدونکو سره
09 اکتوبر, 2005 | خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت