BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:37 گرينويچ 2006 ,07 جون
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
کابل کې د موبايل ټيليفونونو غلا ډيره شوې

موبايل ټيليفون _ کابل
کابل کې اوس ډير خلک موبايل ټيليفون آسانتيا لري
د افغانستان په پلازمېنه کابل کې پوليس وايي دوى له يو ډول نوې غلا سره مخامخ دي چې د ولس له مرستې پرته يې د حل لاره نه ويني .

دغه نوې غلا د گرځنده ټيلې فونونو ده چې د نوي سيټ بيه يې د يوۀ افغان مامور تر مياشتني معاش ډيره ده . د تيلې فونونو يو شرکت وايي يوازې په کابل کې يې د مشتريانو له کتاره د اوونۍ تر دوو سوو ډير د موبايل له غلا سره مخامخيږي .

گرځنده ټيلې فون د اوسني افغانستان د ژوندانه يوبنسټيز جز گرځيدلى دى . تر يوۀ ميليون ډير افغانان گرځنده تيلې فونونه لري چې دغه شميره ورځ په ورځ پسې ډيريږي . خو د گرځنده ټيلې فونونو له ډيريدو سره يې د غلا غدۍ چارې هم په زياتيدو دي .

د کابل يوۀ اوسيدونکي چې خپله ورکه کړې ټيلې فوني شميره يې له شرکته بيا غوښته ويل چې په ښاري بس کې ترې موبايل د دۀ په وينا ووهل شو :
(( په ټونس موټر کې ناست وم او کوټې سنگي ته تللم، يو کس چې ډير ښوريده هغه ته مې په خپل څنگ کې ځاى ورکړ خو کله چې له موټر ښکته شوم او خپل جيب مې وکاته نو موبايلې سره د پيسو وهلى و. سيټ مې زيمنس وو او دوه کاله وړاندې مې په ٢٥٠ امريکايي ډالرو اخيستى وو.))

که څه هم په افغانستان کې تر اوسه د غلا شويو موبايلونو کره شميره معلومه نه ده خو د افغان بيسيم د مخاراتي شرکت چارواکي وايي يوازې په کابل کې هره مياشت له دووسوو څخه زيات داسې کسان دوى ته ورځي چې تيلې فونونه يې ورک شوي وي .
دوى وايي د ورک شويو موبايلونو خاوندانو ته د لسو امريکايي ډالرو په بدل کې د هغوى د پخوانيو شميرو کاپي ورکوي .

د کابل پوليس د موبايلونو غلا يو ډول نوې غلا بولي او په دې باور دي چې د ولس له مرستې پرته يې د حل لاره نه ويني . د لومړۍ ښاري حوزې د پوليسو مشر محمد داود جلالي
(( له مونژ سره بايد د خلکو همکاري موجوده وي. که چيرې داسې کس پيدا کيږي او وايي چې زما موبايل په دغه بازار کې خرڅ شوى او دغه کس اخيستى دى نو پوليس کولى شي چې هغه سړې ونيسي او د قانون منگلو ته وسپاري))

خو د کابل ځينې اوسيدونکي د امنيتي چارواکو نه پاملرنه د گرځنده تيلې فونونو د غلاو علت گڼي . دليل يې دا دى چې دغه غلا شوي تيلې فونونه د ښار په بازارونو کې په ښکاره پلورل کيږي او پوليس ورته د دوى په وينا لاس تر ژنې ناست دي .

د لومړۍ حوزې د پوليسو مشر دا خبره نه مني او يادونه کوي چې د غلا شويو مالونو بازارونه يې تړلي او لا هم په همدې لټه کې دي .
(( مونژ څووارې مخکې دغه بازار وتړه او اوس هم په همدې لټه کې يو چې دغه بازار وتړو))

خو د پوليسو د دغې حوزې او د دويم لاس موبايلونو د بازار ترمنځ ايله د پل خشتي جومات پروت دى . دغه بازار د گرځنده تيلې فونونو د بيا جوړولو ، د ادلون بدلون او په ټيټه بيه د موبايلونو د خرڅولو لوى مرکز دى

. دغلته شاوخوا سل کسان د دويم لاس موبايلونو په پېر و پلور بوخت دي . همدغلته له تير يوۀ کال څخه په سود سودا بوخت سوداگر د خپلې گټې يادونه په دې شرط کوي چې نوم يې پټ وساتو:
(( دلته جلابان گرځي د چاچې موبايل خراب وي په پيسو يې اخلي او وروسته يې بيا په بل چاخرڅوي، خو روغ سيټونه او ځيني مجبوره کسان هم راځي چې دوه درې سوه يې ارزانه خرڅوي. دلته د ډيرو کسانو کار جوړ دى))

د کابل يوۀ بل اوسيدونکي چې موبايل يې ورک کړى په دې باور دى چې که د پوليسو له خوا جدي گامونه وانه خيستل شي د دويم لاس موبايلونو بازار به لا تود شي .

د پوليسو د لومړۍ حوزې مشر داود جلالي وايي د غلا شويو مالونو اخيستل خپله جرم دى . د کابل يوۀ استوگن راته ويل په هغه هيواد کې چې د نوي موبايل بيه د يوۀ مامور تر مياشتني معاش زياته وي د غلاو مخنيوى يې هم ښايي اسانه نه وي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت