BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:34 گرينويچ 2006 ,26 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
افغانستان کې د اطلاعاتي تکنالوجى خوريدنه

موبايل تکنالوجي
د مخابراتو وزارت وايي افغانستان کې اوس يو اعشاريه دوه ميلونه وکړي د موبايل يا گرزنده ټيليفونونو څخه کار اخلي
دمخابراتو وزارت وايي چې د هيواد ٣٤ ولايتي مرکزونه او تقريبا ٨٠ ولسوالۍ يې د ټيليفون او اينټرنيټ سره تړلي دي

پداسې حال کې چې افغانستان د لومړي ځل لپاره د اطلاعاتو او مخابراتو د تکنالوجى په هکله د يوې نړيوالې غونډې په جوړولو سره غواړې ځان له هره اړخه د نړۍ سره وصل کړي ، د موبايل ټيليفون او انټرنيټ تکنالوجى همدا اوس په هيواد کې په چټکتيا سره په خوريدو ده

د جنگ تر کلونو وړاندې په افغانستان کې ټيليفون د کورونو لپار يو داسې امتياز بلل کيده چې دډيرو لږو خلکو په برخه رسيدلې و.خو نن صبا يې د يوه موډ او اړتيا بڼه غوره کړې ده.

له يوې ډډې که ډيجټل ټيليفونونه ډير شوي دي بله غاړه په موټرونو،هوټلونو او لارو کوڅو او بازارونو کې د موبايل ټيليفونونو زنگونه تر غوږو کيږي.

د کابل ښار يو تن اوسيدونکى چې پخوا يې انا لوگ تيلفون درلود وايي چې پخوا د تيلفون له لارې اړيکو ټينگولو ډيرې ستونزې درلودې خو اوس آسانتياوې ډيرې دى

خو دا مهال د افغانستان مخابراتو وزارت ددغه هيواد د ٣٤ ښارونو شاوخوا ٨٠ ولسوالۍ د ټيليفون او انټر نټ سره تړلي دي سربيره پر دې د افغانستان٥٢ ښارونه د خصوصي سکتورله خوا د گرځنده تيلفون تر پوښښ لاندې راغلي دي.

د مخابراتو وزارت پر کار بيا دا نيوکه هم کيږي چې دوى هرې ولسوالۍ ته ٢٠ لاينه ټيليفونونه ورکوي چې سم نيم يې په دولتي ادارو کې لگول کيږي.
خو په ټوليزه توگه په دغه هيواد کې تيلفون کارول د گڼو وگړو چاره گرځيدلې ده

د مخابراتو وزارت وياند عبالها دي هادي وايي چې دا مهال ١،٢ ميلونه وگړي يواځي له گرځنده يا موبايل ټيليفونونو څخه گټه پورته کوي

د افغانستان په بازارونو کې د کرځنده ټيليفون يو سيم کارت يو سيټ او زر ټيليفوني يونټه شاوخوا ٩٠ ډالره بيه لري، ډير خلک وايي که د ټيليفون گټې ته وکتل شي دا بيه ډيره لوړه نه ده.
وگړي دغه گرځنده ټيليفونونه دبيلابيلو موخو لپاره کاروي ځينې وايي چې د سوداگرۍ په برخه کې ترې کار اخلي او ځينې يې له خپلو خپلوانو سره د اړيکو ټينگولو اسانه لاره گڼي

د مخابراتو وزارت چارواکي وايي چې د ټيليفوني خدمتونو د عام کولو په ترڅ کې يې ٣٠٠٠٠ کسانو ته کار روزگار پيدا کړى دى

سر بيره پر دې د سم کارتونو او کارتونو پير وپلور په سيټونو کې د سندرو او تصويري کيسټونو ثبت هم بازارونه تاوده کړي دي.

د گرځنده ټيليفونونو د اړيکو بيه په يوه دقيقه کې له پنځو څخه تر اونيمو افغانيو پورې ده،گڼ خلک وايي چې دابيه لوړه ده د مخابراتو وزارت وياند عبدالهادي هادي هم دا خبره مني نوموړي وايي چې د بيو د ټيټولو لپاره دوى غواړي چې د کمپنيو تر منځ سالمې سيالۍ ته لاره هواره کړي

ټيليفون او اړيکتيايي ټکنالوژي يوه له هغو برخو څخه ده چې تر اوسه په کې د نورو برخو په پرتله ډيره پانگه اچول شوې ده ښاغلى ها دي وايي چې د ١٣٨٤ لمريز کال تر پايه پورې په دې برخه ٥٠٠ ميلونه امريکايي ډالره پانگه اچول شوى ده

د ټيليفون له عام کيدو سره انټرنټ هم تر ډيره ځايه عام شوى دي دامهال په افغانستان کې شاوخوا ٨ کمپنۍ د انټرنټ اسانتيا برابروي چې د مخابراتو وزارت د چارواکو په وينا يې د يوۀ ساعت د کارونې بيه٣٥ افغانيو ته راښکته شوې ده

بله خوا دمخابراتو وزارت هڅه پيل کړې ده چې ټول وزارتونه او نورې دولتي خپلواکې ادارې په انټرنټ سمبال کړي چې تر اوسه يې په ټوليزه توگه ٤٠ خپلواکې ادارې او وزارتونه د انټرنټ په اسانتيا سمبال کړي دي

د مخابراتو وزارت وياند عبدالهادي هادي هم وايي چې دوى په کومو ادارو کې دغه نوي وسايل لگولي دي ډير کارکونکي يي په کارولو نه پوهيږي واي ددې ستونزې د هواري لپاره به ډير ژر د يادو شويو ادارو کارکونکو ته يو ښوونيز کورس جوړ کړي.

په داسې حال کې چې شاوخوا څلور کاله مخکې د افغانستان خلک له گرځند ټيليفون سره اشنا نه وو اوس ٢،١ ميلونه خلک د روشن او افغان بيسيم شرکتونو موبايل تيلفونونه کاروي دغه دواړه افغان حکومت ته تر ټولو ډيرې ماليه ورکونکې کمپنۍدي

سربيره پر دې خلک تر يوه کچه له انټرنټه هم گټه پورته کوي او دا هغه څه دي چې د مخابراتو وزارت يې خپله لويه لاس ته راوړنه بولي

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت