BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 11:01 گرينويچ 2005 ,01 نومبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
اسپانيايي شرکت برتانيوي موبايل تيلې فون (او٢ ) اخلي
موبايل
له دې سودا سره به د اسپانيا تيلې فونيکا شرکت د نړۍ دويم تر ټولو ستر موبايل شرکت شي .
د برتانيا د ګرځنده تيلې فونونو يوۀ شرکت ( او ٢ ) د اسپانيا د تيلې فونيکا شرکت له خوا د پېرودنې غوښتنه منلې ده .

تيلې فونيکا په هيله ده چې د ( او٢ ) شرکت په ترلاسه کولو به د برتانيا او جرمني په بازار کې لويه ونډه ترلاسه کړي .

( او ٢ ) په برتانيا او جرمني کې په ميليونونو مشتريان لري .

تيلې فونيکا د نړۍ د ګرځنده تيلې فونونو يو ستر شرکت بلل کيږي چې په اسپانيا او سويلي امريکا کې خورا ډير کاروونکي لري .

د خبرونو ترمخه تيلې فونيکا د ( او ٢ ) لپاره د ٣١.٦ ميليارده ډالرو بولۍ ورکړې چې منل شوې ده .

د دغې معاملې ترمخه به تيلې فونيکا د ( او ٢ ) شرکت هره ونډه په څه کم درې نيم ډالره رانيسي .

په دې وروستيو کې د هالند کې پي اين او د جرمني تيلې فون شرکت دويچ تيلې کام هم هڅه کړې وه چې د برتانيا دغه ګرځنده تيلې فون شرکت رانيسي .

تيلې فونيکا سلا شوې چې د ( او ٢) تر اخيستو وروسته به هم دغه برتانيوي شرکت خپل نوم او اوسني کارونه پر ځای ساتي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت