BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 14:32 گرينويچ 2007 ,16 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د گرځنده تيلي فون وايروس ! نوې ويره
گرځنده فون
اوس په افغانستان کې تر دوو ميليونو ډير وگړي گرځنده تيلي فونونه کاروي
د افغانستان په لرو بر کې نن ( دوشنبې د وري ٢٧ د اپريل ١٦ ) داسې گنگوسې خپرې شوې چې گواکې له يوې ځانگړې شميرې څخه گرځنده تيلي فون ته زنگ راځي چې که ځواب شي نو ورسره د تيلي فون سيم کارډ او خپله تيلي فون سوځيږي .

په ځينو ولايتونو کې بيا دغه گنگوسه په يوۀ بل ډول خپره شوې وه او ويل کيدل چې که دغه ډول شميرې ته ځواب وويل شي نو گرځنده تيلي فون چوي او کارونکى يې ځاى پر ځاى وژل کيږي .

د دغو گنگوسو له خپريدا سره سم افغانانو خپل خپلوان خبرول چې هغو شميرو ته ځواب ورنه کړي چې نه يې پېژني .

چارواکو دغه گنگوسې بې ځايه وبللې او په ځايي رسنيو کې يې د عام ولس د ډاډگيرنې لپاره وويل چې داسې کوم خبره هيڅ حقيقت نه لري .

داسې اټکل دى چې دغه گنگوسه له پاکستان څخه افغانستان ته رارسيدلې ده . ويل کيږي چې تيره اوونۍ هلته هم دې ته ورته خبرې روانې وې .

په افغانستان کې د اوس لپاره د گرځنده تيلي فونونو درې شبکې فعاله دي او څلورمه يوه يې د چارواکو په وينا په څو اوونيو کې په فعاليت لاس پورې کوي .

د طالبانو له نسکوريدو را هيسته په افغانستان کې د شوې پانگونې لويه برخه د مخابراتو په څانگه کې شوې او د رسمي شميرو تر مخه اوس په افغانستان کې د گرځنده تيلي فونونو تر دوه نيم ميليونه ډير کارونکي شته دي .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت