BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 16:18 گرينويچ 2005 ,12 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
موبايل تېلېفون، د مغزي سرطان خطر نه زياتوي.
News image
نوې څېړنې يې ښيي چې لاسي خوزنده يا موبايل تېلېفون، د مغزي سرطان خطر نه زياتوي.

په دنمارک کې څېړونکو له څلورو سوو څخه ډېرو هغو کسانو سره چې د مغز تومور لري او له اتو سوو څخه ډېرو نورو وگړو سره چې تومور نه لري, ددوى دموبايل تېلېفون د کارونې په اړه مرکې کړي دي.

هغوى وايي چې د څېړنې پايله داده چې تومور د موبايل تېلېفون د کارونې سره هېڅ نه لري.

ددغې څېړونکې ډلې مشر، وويل چې د شمالي اروپا بله څېړنه هم دې ته ورته پايلې ته رسېدلې وه.

خودڅېړنې د راپور ليکوالان وايي چې د نورو څېړنو څخه پرته به ډېره گرانه وي، چې وروستۍ پايلې ته ورسېږي.

د دنمارک د سرطان ټولنه تر اوسه هم د موبايل تېلېفون کاروونکو، په ځانگړي ډول زلموټو او ماشومانو ته د غوږۍ او داسې وسايلو چې لاس پرې نه بوختيږي، د کارونې سپارښتنه کوي.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت