|
طالبان وايي گرځنده تيلې فون دې د شپې نه وي | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په افغانستان کې وسله والو طالبانو د شپې له خوا د گرځنده تيلې فونونو په کارولو بنديز غوښتى . دوى پر تيليفوني شبکو تور لګولى چې له نړيوالو ځواکونو سره د طالبانو په نښه کولو کې مرسته کوي . طالبانو دغه پرېکړه د يوې اعلاميې په خپرولو سره کړې ده . د طالبانو يوه وياند قاري يوسف احمدي بي بي سي ته وويل که تيليفوني شبکې د دوى غوښتنه ونه مني طالبان به يې دفترونه او دټيليفون ستنې په نښه کړي . داپه داسې حال کې ده چې په افغانستان کې دتيليفون څلور لويې شبکې فعاليت کوي . وسله والو طالبانو دغه ګواښ په يوه ږغيزه اعلاميه کې وکړ او ويې ويل چې دګرځنده ټيليفون دشبکو له کبله دوى ته لوى خطر ورپېښ شوى دى . وسله وال طالبان وايي په هيواد کې ټولې تليفونې شبکې به دمازديګر له پنځو بجو بيا دسهار تر اوو بجو پورې خپلې دستګاوې بندې ساتي . يوازې دورځې له مخې لس ساعته فعاليت به کوي دطالبانو يوه وياند قاري يوسف دتيليفون پرليکه خبرپاڼه راته وويله : دده په وينا چې نړېوال ځواکونه له تيليفوني شبکو څخه دجاسوسي کار اخلي او په دغه ډول وسله وال طالبان او د قاري يوسف په وينا عام وګړي په نخښه کوي . دطالبانو له لورې دغه وروستى ګواښ په سيمه کې ډېرى خلک اندېښمن کړي او وايي که طالبان دغه کار وکړي ښايي ولسي وګړو ته لانورې ستونزې ورپېښې شي . له بله لورې دنړۍ له نوروهيوادونو څخه راغلوتيليفوني شرکتونوته ښايي دا اندېښنې ورپيدايوي وي چې دوسله والو طالبانو له لورې دغه ګام به يې په افغانستان کې پر تيليفوني چارو بدې اغيزې وشيندې . ديادولو وړده چې دګرځنده تيليفونونو وروستيو دوو کمپنيو هريوه څلوېښت ميليونه امريکايي ډالر او لومړنيو دوو کمپنيو هري يوې پنځه پنځه ميليونه امريکايي ډالر افغان حکومت ته دليسنس داخيستنې په بدل کې ورکړي دي . | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||