BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 14:12 گرينويچ 2007 ,09 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
'په مخابراتو کې به يو ميليارد ډالره پانگونه وشي'

ر گرځنده ټيليفون د کاروونکو شمېره زياته شوې ده
د مخابراتو وزارت چارواکي وايي په دريو کلونو کې به پنځه ميليونه افغانانو ته ټيليفون اويو ميليون کسانو ته د انټرنيټ اسانتيا ورسيږي
افغان حکومت وايي د روان کال تر پايه به په مخابراتي ډگر کې تر يو ميليارد ډالرو پورې پانگونه وشي.

داوخت دوه نيم ميليونه افغانان ټيليفون کاروي، خو دمخابراتو وزارت وايي دکال تر پايه به دغه شمېره نژدې دوه برابره شي .

دافغانستان دمخابراتو وزير د حساب ورکولو دبهير په ترڅ کې په ډاگه کړه چې ژر به دگرځنده ټيليفون څلورمه کمپنۍ هم په کار پيل وکړي چې له دې کبله ېې له وړاندې څه باندې ٤٠ ميليون ډالره حکومت ته ورکړي.

دچارواکو د شمېرو له مخې دامهال ٤٠٠٠٠ کسانو ته په مخابراتي ډگرکې دندې پيدا شوي .

دمخابراتو دوزارت له ارزونو سره سم، داوخت ٧٠ په سلو کې افغانان تر مخابراتي پوښښ لاندې دي او يادونه کوي چې د کال تر پايه به د ټيليفون لرونکو کسانو شمېره څلور ميليون کسانو ته ورسيږي .

ويل کيږي چې دا وخت افغانستان د ايران په گډون دخپلو څو گاونډېو هېوادونو څخه دتيليفوني خدماتو په ډگر کې وړاندې شوى .

خو لاهم دافغانستان ٨٠ په سلو کې وگړي ټيليفون نه لري او درلودونکي کسان بيا د ټيليفون له قيمت او کيفيت څخه سرټکوي .

چارواکي وايي دوى په دوامداره توگه د خصوصي کمپنيو کارونه څاري او يا دونه کوي چې دغه ډگر ته دنويو کمپنيو په راتلو سره به سيالي رامنځ ته او دغه ستونزې به پاى ته ورسيږي .

دمخابراتو وزير اميرزي سنگين دحساب ورکولو د بهير په ترڅ کې دمخابراتي پر مختگ له بهيره خوښي وښوده او په ډاگه ېې کړه چې تېر کال له دې درکه حکومت څه باندې سل ميليون ډالره عوايد تر لاسه کړي او په لسگونو زره کسانو ته کار پيدا شوى .

هغه وويل: (( تر اوسه په مخابراتي برخه کې٧٠٠ ميليون ډالره پانگونه شوې. په روان کال کې به ٣٠٠ ميليون ډالره نوره پانگونه وشي . دا وخت څه باندې ٤٠٠٠٠ کسانو ته په دې برخه کې کار پيداشوى چې ٨٠٠٠ يې نېغ په نېغه په مخا براتي کمپنيو کې کار کوي. ))

ښاغلى سنگين هېله کوي چې دڅو کلونو په ترڅ کې دمخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ په ډگر کې ٧٠٠٠٠ کسانو ته په ښو تنخا گانو کارونه پيداشي .

ده همدارنگه په دوو ميا شتو کې د اتصالات په نامه د څلورمې ټيليفوني کمپنۍ د کار دپيل يادونه هم وکړه چې په باور يې د ټيليفوني خدماتو په ښه والي به اغېز وکړي .

دحکومت د پلان سره سم به د دريو کلونو په ترڅ کې پنځه ميليونه افغانانو ته ټيليفون اويو ميليون کسانو ته د انټرنيټ اسانتيا ورسيږي .

داوخت وزارت دسلگونه زره لينه ډيجيټل ټيلېفون دغزولو په چاره بوخت دى چې د انټرنيټ او د قيمت د کموالي اسانتياوې هم لري .

ولسمشر کرزي په څو لويو نړيوالو کنفرانسونو کې د بهرنيو پانگوالو د راجذبولو لپاره دهغو خصوصي ټيليفوني کمپنيو د سلگونو ميليون ډالره پانگونې بېلگه وړاندې کړې چې دده په هېواد کې يې پيسې لگولې او په وينا ېې ښه غوښنه گټه يې ترې کړي .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت