BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 09:46 گرينويچ 2006 ,09 مۍ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
کرزى : د پانگونې په وړاندې خنډونه ورکوو

کرزى
ولسمشرحامدکرزي په افغانستان کې د پانگونې په لاره کې خنډونه يوپه يو د پانگونې دکنفرانس گډونوالو ته وشمارل .
افغانستان له بهرنيو او کورنيو پانگوالو سره ژمنه وکړه چې په دغه هيواد کې به د پانگونې په وړاندې پراته خنډونه ختموي .

دا خبره افغان ولسمشر د هغه نړيوال کنفرانس په پيل کې وکړه چې په دغه هيواد کې د پانگونې د هڅولو په موخه جوړشوى .

ده له پانگه والو نه وغوښتل چې په دغه هېواد کې پانگه واچوي او سوداگري دې وکړي.

ولسمشرحامدکرزي په افغانستان کې د پانگونې په لاره کې خنډونه يوپه يو د پانگونې دکنفرانس گډونوالو ته وشمارل .

ښاغلي کرزي ډاډ ورکړ چې د حل لارې يې ورته کتلي دي خو ويې منل چې ستونزې شته.
((په دغه هيواد کې لاهم د سوداگرۍ او پانگونې په وړاندې ستونزې شته.
موږ لانه يو توانېدلي د ځمکې ستونزه حل کړو . داسې قوانين شته چې سوداگري له ستونزو سره مخامخوي .او لاهم اداري فساد شته . دا ټول هغه مشکلات دي چې د پانگونې لپاره موږ ورسره مخ يو))

ولسمشر کرزي زياته کړه په افغانستان کې د بريښنا ، کرنې، د ساختماني موادو جوړول او د گرځندوى برخې ډېرو پانگونو ته اړتيا لري.

د ده په وينا دغو برخو کې د پيسو لگول به ښه گټه و لري .

افغان مشر په مخابراتي ډگر کې پانگونې ته اشاره وکړه چې پانگه والو يې د دۀ په وينا ډېره گټه تر گوتو کړې ده .

په دغه کنفرانس کې دسيمې او يوشميرنورو مهمو هيوادونو په گډون د نژدې ٢٠هيوادونو په لسگونو پانگه والو او سوداگرو گډون کړى دى .

ښاغلي کرزي پر خپلو پرانيستونکو خبرو کې څو څو ځلې پانگه وال وهڅول چې خپلې پيسې په افغانستان کې په کار واچوي . او پر خپل دولت يې د پانگه والو او د دوى دپانگې ساتنه لازمه وبلله .

(( موږ د زړۀ له کومې غواړو خپل هېواد ته ستاسو د راتگ هرکلى وکړو. هر هغه څه به درته تيار کړو چې ستاسو د سوداگرۍ د پر مختگ سره مرسته وکړي . موږ غواړو چې ستاسو لپاره د زېاتو پيسو د لاس ته راوړلو امکانات برابر کړو.))

افغان ولسمشر وويل د دۀ هيواد د بې وزلۍ نه د راوتو په حال کې دى . خوهرڅه يې بيا رغاونې ته اړتيا لري .

ښاغلي کرزي پانگه والو ته وويل هره افغانۍ چې تاسو گټۍ نو په څنگ کې يې يوه افغانۍ د دې هېواد خلکوته گټه رسيږي .

له دغه کانفرانس سره په تړاو يو نړيوال نندارتون هم په کابل کې پرانيستل شوى دى چې تر راتلونکو درو ورځو پورې به دوام ومومي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت