|
افغانستان د پوستي کوډ څښتنېدونکى دى | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
سره له دې چې افغانستان په ١٩٣٠ ميلادي کال کې يعنې ٧٧کاله مخکې د پست د نړيوالې ټولنې غړيتوب تر لاسه کړى وو خو تر اوسه يې نړيوال او ښاري کوډ نه درلود. د افغانستان د مخابراتو وزارت چارواکي وايي چې له نړيوالې ټولنې سره يې د کوډ د تر لاسه کولو لپاره خبرې وروستي پړاو ته رسولي او په راتلونکې اونۍ کې به افغانستان د نړيوال پستي کوډ څښتن شي . د دغه وزارت وياند عبدالهادي هادي وايي چې د کوډ د ترلاسه کولو تر څنگ ښارواليو او نورو اقتصادي بنسټونو داسې چارې پيل کړي دي چې د پستي خدمتونو په برخه کې به مرستندوى وي : تير کال په پلازمېنه کابل کې ځينې سيمې د اطلاعاتو او کلتور وزارت له خوا وټاکل شوې او نومونه پرې کيښودل شول خو خلک تر دې دمه ډيرې سيمې په زړو نومونو يادوي چې دغه نومونه نا منظمه او تر ډيره بريده يو بل ته ورته دي ټاکل شوي دي . د پلازمينې په گډون د افغانستان نور ښارونه هم يوه بشپړه او جامع نقشه نه لري چې دا به د نوم ايښودنې چاره له ستونزو سره مخامخ کړي . په اوس مهال کې د ډي ، ايچ ، ايل ، فيډيکس ، ټي ، ان ټي او د باختر د چټک پست په څير شرکتونه په افغانستان کې د پست په برخه کې کار کوي . د دغو ادارو کارکونکي وايي تر ډيره ځايه افغانستان ته داسې پستي کڅوړې راځي چې د اخيستونکي د ټيليفون شميره پرې ليکل شوي وي . دغه شرکتونه په هماغو شميرو اخيستونکي رابولي او کڅوړې ور سپاري ، پرته له دې د پتو موندنه هم له ستونزو ډکه ده چې ځيني مهال له ډيرې هڅې سره ، سره بيا هم پستي کڅوړې تر خپل منزله نه رسيږي . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||