|
د افغانستان ١١ نورو ولايتونو تيلې فون وموند | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان د مخابراتو وزارت چارواکي دا د مخابراتي اړيکو د ټينگدو په برخه کې يو بل مهم گام بولي او وايې چې دامهال په ټول افغانستان کې د تيلفون ١٥٠ زره مزي شته دي . زابل ، پروان ، بادغيس ، پکتيا ، باميان ، فارياب ، کونړ ، لغمان ، پکتيکا ، نيمروز او فراه د افغانستان دغه نوي ١١ ولايتونه دي چې د هند هيواد په څه باندي ١٠ ميليونه امريکايي ډالرو مرستي سره په کې د يجيتل د بي مزي تيلفون دستگا وې لگول شوې دي . د مخابراتو وزير اميرخان سنگين وويل چې افغانستان د مخابر اتي شبکو د پراختيا په برخه کې يې مضبوط گامونه پورته کړي دي او زياته يې کړه چې اوس د هيواد ٢٤ولايتونه د تيلفون له آسانتياوو څخه برخمن دي . ده زياته کړه چې د هيواد په پاتي ١٠ ولايتونو کې د تيلفون د دستگاوو د لگولو لپاره يې هم د چين له هيواد سره تړونونه لاسليک کړي دي . په افغانستان کې د ديجتل د تيلفونو سر بيره د مبايل يا گرځنده تيلفونونو دستگاوي هم د مخا براتي اړيکو په برخه کې خلکو ته د پام وړ آسانتياوې برابرې کړيدي . خو داپه داسې حال کې ده چې دد غو تيلفو نونو ډيرى کار ونکي ، ددغو دستگاوو په خدمتونو کې د نيمگړتياوو له شتونه شکايت کوي . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||