|
کابل: تير کال ١ ميليارد ډالره پانگونه شوې | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
سره له دې چې افغانستان دامنيت او بيکارۍ له ستونزو سره لاس او گريوان دى خو هيله لري چې په روان ميلادي کال کې به په دغه هيواد کې به څه باندې زرميليونه ډالره پانگونه وشي . د ولسمشر کرزي حکومت هڅې کوي چې د کورنيو او بهرنيو پانگونو په مټ په خپل هيواد کې د بيکارى کچه راټيټه کړي. خو داسې ښکاري چې لاهم گڼ پانگوال د امنيت ، بريښنا اود ځمکي د نشتوالي د ستونزو له کبله په افغانستان کې پانگونې ته ډېر زړه نه ښه کوي . په افغانستان کې د پانگه اچونې څخه د ملاتړ د ادرې مشر عمر زاخيلوال وايي په دغه هيواد کې د پانگې اچونې بهېر په بريا سره پرمخ روان دى . (پروسږکال زر ميليونه ډالره پانگه ونه وشوه . په ٢٠٠٥کې ٥٧٠ ميليون او په ٢٠٠٤کې نژدې ٧ سوه ميليون ډالره وه . په ٢٠٠٧کال کې به يو نيم ميليارد ډالره پانگه راجذب کړى شو. ) ښاغلي زاخيلوال چې د پنجشنبې په ورځ ېې خبريالانو ته په دغه هېواد کې د پا نگه اچونې دروان بهېر په اړه معلوما ت ورکول ژمنه و کړه چې په ٢٠٠٧ ميلادي کال کې به د پانگه والو پر وړاندې پرتې ستونزې ترډېرې کچې راکمې کړې . په تېرو څوکلونو کې په افغانستان کې تر ٤ ميليارد ډالرو زېاته پانگه ونه شوي چې غټه برخه ېې دافغان پانگه والو ده . د ايسا د مشر په وينا ددغې خصوصي پانگونې له کبله په سلگونو زرو کسانو ته په ښو تنخواگانو کارونه برابر شوي دي . (په تېرو ٤ کلونو کې له شپږ سوه زره تر يو ميليون کسانو پورې په خصوصي سکتور کې په کار بوخت شوي . او په ٢٠٠٧کال کې به تر سل زر زياتو نوروکسانو ته نوي کارونه پيدا شي) په افغانستان کې دکار نشتوالي له بې امنيتۍ سره مرسته کړې او پر حکومت ېې دخلکو باور ته زيان اړولى . خو ولسمشر کرزي له بهرنيو هېوادونو څخه د خپلې لېدنې پر مهال هڅه کړې چې بهرنۍ پانگوال افغانستان ته رامات کړي . خو په پرلپسې توگه داسې نيوکې کيږي چې لوړ پوړي چارواکي دخپلو ادارو په دننه کې د پانگوالو د جذبولو او هغوى ته داسانتيا و د برابرولو په ډگر کې ډېرڅه نه کوي . افغان حکومت د پانگونې له روان بهيرنه خوښ دى او دداسې هڅو او ژمنو يادونه کوي چې د دوى په وينا دخلکو په اقتصادي ژوند کې به متبت بدلون راشي. سره له دې چې تېرکال په افغانستان کې پانگه وال له يو لړ امنيتي ستونزو اندېښمن و ، دڅو بانکونو څخه غلا وې وشوي ، يو شمېر سوداگرو تښتول شو او بېرته د پيسو په وړاندې راخوشي شول. خو چارواکي وايي چې تېر کال دمخابراتو .معدني او بو، سيمينټو په ساختماني او څو نورو برخوکې سترې بهرنۍ او کورنۍ پانگونې شوي دي .چې په ورته نورو ډگرونو کې د سلگونو ميليونه نورو ډالرو د پانگه ونې هيله کوي . | ورسره تړلي نور خبرونه ناټو:افغانستان جدي پانگونې ته اړتيا لري 19 اکتوبر, 2006 | خبرونه د افغانستان اقتصادي ګټې او زيانونه ، د پانګه وال لومړنۍ ګڼه15 مۍ, 2006 | خبرونه کابل کې په ٤٥ ميليونه ډالره يو بل هوټل جوړيږي12 مۍ, 2006 | خبرونه زاخيلوال : بې امنيتى پانگونې ته مشکل نه دى پېښ کړى10 مۍ, 2006 | خبرونه کرزى : د پانگونې په وړاندې خنډونه ورکوو09 مۍ, 2006 | خبرونه نړيوال بانک افغانستان کې د پانگونې ستونزې يادې کړې 25 فبروري, 2006 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||