BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 06:16 گرينويچ 2006 ,10 مۍ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
زاخيلوال : بې امنيتى پانگونې ته مشکل نه دى پېښ کړى

امنيت
د ناټو په مشرۍ کې په زرگونو سوله ساتي ځواکونه په افغانستان کې په دنده بوخت دي
د افغانستان د پانگونې د ملاتړ د ادارې يا AISA مشر ډاکتر محمد عمر زاخيلوال هغه خبرې بې بنسټه وبللې چې وايي په افغانستان کې ناامنۍ د پانگونې په وړاندې خنډونه راولاړ کړي دي .

ښاغلي زاخيلوال هغه انگيرنې سمې ونه بللې چې په بهرنيو هيوادونو کې د افغانستان د حالاتو په اړه کيږي . ټينگار يې دا وو چې دغو بهرنيو پانگه والو ته ددې لپاره بلنه ورکړل شوې چې د افغانستان حالات له نژدې وگوري .

ده دغه خبرې په کابل کې په هغه کنفرانس کې کولې چې ٤٥٠ تنو کورنيو او بهرنيو پناگه والو پکې گډون کړې وو.

په دغه کنفرانس کې د امريکا ، برتانيا ، جرمني او د جاپان په گډون د نړۍ د ١٧ هيوادونو ٢٠٠ پانگه والو برخه درلوده .

په دې نړيوال کنفرانس کې د کرکيلي د پرمختيا ، د کانونو د راويستو ، د بريښنا د سمبالوولو او د بيا رغوونې په ودانيزو چارو کې د پانگونې پر اړتيا خبرې وشوې .

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي په همدې کنفرانس کې د نړۍ به نژدى ٢٠ هيوادونو غږ وکړ چې خصوصي پانگه وال يې په دې هيواد کې پانگه اچونه وکړي

خو يو جرمن پانگه وال روداف دوستا چې دڅښاک د اوبو په برخه کې صنعتي فعاليتونه په خپل هيواد کې لري هغو ننگونو ته اشاره وکړه چې په افغانستان کې د پانگونې په وړاندې پرتې دي .

ده وويل افغانستان له جگړو وروسته بشپړې بيا رغاوني ته اړتيا لري خو د امنيت ټينگښت يې د دغې چارې د تر سره کولو لپاره اړين وباله او ټينگار يې وکړ چې که څوک خطر ته غاړه ورکړي نو بيا دا د پانگونې لپاره يو مناسب ځاى دى . دا يې هم زياته کړه چې له جگړې راوتى افغانستان هر څه ته اړتيا لري.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزى ژمن شو چې په هيواد کې به د پانگونې په وړاندې شته خنډونه له مخې ليرې کړي .

يوه بل افغان پانگه وال تميم سميعې چې د معلوماتي تکنالوجۍ او کرنيزو توکو د وارداتو په برخه کې يې په افغانستان کې پانگونه کړې ، له ولسمشر کرزي سره همغږى شو او ويې ويل چې په تيرو دوو کلونو کې يې له تمې زياته گټه کړې ده .

چارواکي وايي چې په تيرو څلورو کلونو کې په دې هيواد کې د ودانيزو چارو په ډگر کې دوه اعشاريه پنځه ميليارده ډالره پانگونه شوې چې نژدې ٧٠٠ ميليونه يې يوازې د تيليفوني اړيکو په برخه کې ده .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت