|
نړيوال بانک افغانستان کې د پانگونې ستونزې يادې کړې | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په افغانستان کې د سوداگرۍ او پانگه اچونې د ودې او پراخيتا په اړه د نړيوال بانک دغه راپور ، د هيواد په پنځو ښارونو کې د سوداگرۍ د څه باندې ٣٠٠ شرکتونو د سروې له مخې جوړ شوى دى . راپور د افغانستان د پانگې اچونې د ملاتړ د ا دارې (( ايسا )) جوړيدل او په مالي او گمرکي سيسټمونو کې راغلي بدلونونه ، په هيواد کې د سوداگرۍ او پانگه اچونې د پراختيا لپاره مهم گامونه بللي دي . خو راپور په افغانستان کې د سوداگرۍ او پانگه اچونې په وړاندې د جدې خنډونو او ننگونو د شتون خبره هم کوي . د سويلي آسيا لپاره د نړيوال بانک يو چارواکى سيد محمود چې دغه راپور يې جوړ کړى ، په ادارو کې دبډو او فساد شتون او سوداگرو ته د ځمکو نه ورکړه ، په يو شمير هغو ستونزو کې بولي چې په خبره يې په هيواد کې سوداگري او پانگه اچونه له خنډ او ځنډ سر ه مخامخ کوي . (( په ډيريو ستونزو کې يوه هم د برېښنا نه شتون ده . لومړى خو برېښنا ته لاس رسى گران دى، خو که دغه کار وشي هم د برېښنا بهير ډير گډوډ دى او دوامدارې پر چوۍ لري.ځمکه د پانگه اچونې په وړاندې بله ستونزه ده چې سوداگر او پانگه وال يې د نه شتون سره لاس او گريوان دي . په ادارو کې د بډو او فساد شتون هم د پانگه والو چارې له ستونزو سره مخامخې کړي دي .)) خو پر دغو ستونزو سر بيره ، ښاغلى محمود بې امنيتي هم د پانگونې په وړاندې جدي خنډ بولي او وايي تر هغې چې د پانگه والو امنيت خوندې نه شي ، په وينا يې چې افغانستان کې به پانگونې ته زړه ښه نه کړي . د افغانستان د ولسي جرگې غړى او د سوداگرۍ پخوانى وزير سيد مصطفى کاظمي هم پانگه والو ته د ځمکې نه ورکړه ، په تيرو څلورو کلونو کې د پانگې اچونې په وړاندې تر ټولو جدي خنډ بولي (( په تيرو څلورو کلونو کې مو ونه شو کړاى چې د پانگې او ځمکې تر منځ يو انډول رامينځته کړو . په بيا بيا مو ټينگار کړى چې پانگه په هوا کې معلقه پاتې او زورواکو او مافيا پر ځمکو منگولې ښخې کړي دي . په زرگونو هکتاره ځمکه په زوروه ويشل کيږي . خو گرانه ده چې دوه هکتاره ځمکه پانگه والو ته وويشل شي .)) د سوداگرۍ وزير امين ارسلا د سوداگرۍ او پانگه اچونې په وړاندې د ستونزو د شتون پخلى کوي او ټينگار لري چې د ځمکې په گډون به دغه ستونزې د سوداگرۍ د پنځه کلنې تگلارې د پلي کيدو په ترڅ کې اوارې شي . (( ښکاره ده چې ځمکه د کرنې او مالدارۍ په وزارت پورې تړلې ده چې موږ يې په تړاو خبرې کوو . دا رنگه له حکومت سره هم بحث کوو چې پانگه والو ته د ځمکې د ويش په وړاندې شته خنډونه ليري کړو .)) يو شمير بهرنيو پانگه والو د لند ن دکنفرانس په څنډه کې ولسمشر حامدکرزي ته هم د ځمکې ستونزه ياده کړې وه او غوښتي يې وو چې بهرنيو پانگه والو په واک کې د ځمکو ورکولو وخت هم له ٥٠ کلونو څخه ډير کړي . ښاغلي کرزي له هغوى سره وعده وکړه چې شخصآ خپله به د پانگه والو دا او نورې ستونزې اوارې کړي . د نړيوال بانک دغه راپور افغان دولت ته سپارښتنه کوي چې په هيودا کې د سوداگرۍ او پانگونې د پراخيتا لپاره د هيواد مالي او حقوقي جوړښت او د معلوماتو بهير ښه کړي . د ارنگه راپور د سوداگرېزو خدمتونو د ترسره کولو لپاره د يوې منظمې تگلار ې د جوړولو غوښتنه هم کوي . | ورسره تړلي نور خبرونه نړيوال بانک : نور به مخامخ افغان دولت ته مرستې سپارو25 جنوري, 2006 | خبرونه نړيوال بانک : مرستې دې د دولت له لارې وويشل شي 24 جنوري, 2006 | خبرونه نړىوال بانک افغانستان ته نوره مرسته منلې14 دسمبر, 2005 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||