|
نړيوال بانک : مرستې دې د دولت له لارې وويشل شي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
نړيوال بانک وړانديز کوي چې له افغانستان سره کيدونکې مرستې دې د دولت له لارې وويشل شي . د نړيوال بانک انگيرنه دا ده چې په دې سره به هم د بيا رغونې بهير گړندى شي او هم به پخپله افغانستان ته ډيره گټه ورسيږي . بانک د يوه رپوټ په بڼه خپل دغه وړانديز په داسې حال کې مخې ته کړى چې له افغانستان سره د نړيوالې ټولنې د مرستو د دوام په اړه په لندن کې جوړيدونکي کنفرانس ته ايله يوه اونۍ پاتې ده . نړيوال بانک د پرمختيا لپاره د مالي سرچينو د مديريت تر سرليک لاندې دغه رپوټ کې ليکي چې تر دې مهاله له افغانستان سره د کيدونکو نړيوالو مرستو په سلو کې ٧٥ د دولت او اداري سيستم له په پام کې نيولو پرته مصرفيږي . بانک دا هم ليکي چې د مرستو په مصرف کې د دولت له لورې مخې ته کيدونکو پروگرامونو ته هم څه پام نه کيږي . د دې په بدل کې د بانک وړانديز دادى چې د افغانستان د دولت او مرسته کونکو هيوادونو تر مينځ دې نږدې اړيکي جوړې شي او مرستې دې په هغو پرمختيايې پروگرامونو ولږول شي چې د افغانستان دولت يې اړين بولي . له دې سره جوخت نړيوال بانک په حکومتي اداره کې د فساد د مخنيوي پر وړانديز هم ټينگار کوي . ددې ښه لاره په فساد کې د راښکيلو کسانو قانوني تعقيب او مجازات بولي خو تر څنگه يې د يوه داسې سالم مالي مديريت رامينځ ته کول هم اړين بولي چې ټول پرې باور وکړى شي . د رپوټ ليکونکى ستيفين گيمبرت په دې باور دى چې د افغانستان وده د يوه غښتلي او باوري مالي سيستم او نظام له رامينځ ته کيدو پرته عملي بڼه نشي خپلولى . ښاغلى گيمبرت ددغه راز يوه نظام د رامينځ ته کولو لپاره د يوي منځ مهاله مودې د اړتيا يادونه هم کوي او وايې په دې سره به ورو ورو داسې يو باور رامينځ ته شي چې هيواد گواکې د مالي ثبات په لورې گام پورته کوي . که څه هم چې نړيوال بانک په تيرو څلورو کلونو کې په افغانستان کې په تر لاسه شويو برياوو خوښي ښودلې خو انديښنه يې د مخې ته پرتو ننگونو له اړخه ده . هغه څه چې د بانک د چارواکو له انده د مقابلې لپاره يې زياتو پيسو ته اړتيا ده . د افغانستان لپاره دنړيوال بانک مدير الستر مک چيني دا گڼي چې که چيرې مرستې د دولت له لارې وشي نو په دي سره د پام وړ سپما هم کيدى شي . دا ځکه چې دده په باور د حکومت له لارې د مرستو په رسولو ډير لږ لگښت راځي . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||