BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:43 گرينويچ 2006 ,25 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
نړيوال بانک : نور به مخامخ افغان دولت ته مرستې سپارو

افغانستان
نړيوال بانک پر افغان دولت د ادداري فساد د مخنيوي ټينگار هم وکړ
په افغانستان کې نړيوال بانک په لومړي ځل وويل تردې وروسته به دوى نه يوازې له افغانستان سره خپلې ټولې مرستې دولت ته ورکړي بلکه د لندن په کنفرانس کې به هم له مرستندويه هيوادونو وغواړي چې خپلې مرستې نيغ په نيغه افغان دولت ته ورکړي .

د نړيوال بانک چارواکو نن ( د سلواغې ٥ د جنوري ٢٥ ) په يوه خبري کنفرانس کې وويل افغان دولت اوس ددې وړتيا لري چې د بيارغاونې چارې په خپله ترسره کړي .

د افغانستان د ماليې وزارت د نړيوال با نک دا گام د لندن د کنفرانس نه وړاندې دولت ته د مرستو په ورکړې کې ډېر اغېز من بولي .

له همدې اعلا ن سره سم بانک په کابل کې خبرېالانوته ووېل چې باېد افغان دولت داداري فساد د له مينځه وړلو لپاره لانورې هڅې وکړې چې دنړيوالو اعتبار لا قوي شي .

خو بانک په ډاگه کړه چې او س افغان دولت ددې وړتيا لرې چې په سلگونو ميليونه ډالره نړېوالې مرستې د دولتې بودجې له لارې د بيا رغاونې په چارو مصرف کړي .

په کابل کې د نړيوال بانک چارواکي وېليېم بېرډ وويل دافغانستان له بودجې سره د نړيوالو مرسته به ددولت اعتبار لازيات کړي . او گټې يې زېاتې دې .ددولت ظرفيت لوړوي ، کارونه ارزانه ترسره کېږي اوحساب يې معلوم وي.

په داسې حال کې چې تېر کال ٢٢ په سلو کې مرستې ددولت او ٧٨ د بهرنېو هېوادونو او انجوگانو له لارې مصرف شوي ښاغلي بيرډ وويل دلندن په کنفرانس کې به له نړېوالو وغواړي چې خپلې زياتې مرستې ددولت د بوديجې له لارې ترسره کړي . چې د افغانستان د اوږد مهالي پر مختگ ملاتړ وشي.

بل خوا افغان دولت هم لا له وړاندې هم داخبره کړې.خو ويل کېږي چې يو شمير هيوادونه د خپلو کورنيو قوانينو له مخي دا کار نشي کولاي .

ويليم بيرډ وايې ددولت د بودېجې له لارې ددوى د مرستو لگول يو لړ شراېط لري . چې د ورکول شويو مرستو څارنه وشي. او دهمدې مرستو د لگښت په پاليسي هم له دولت سره سلا کيږي .

ښاغلي بپرډ په افغانستان کې د نړيوال بانک د عمومي مالي منابعو د هغه رپوټ ليکونکى هم دى چې تيره ورځ خپور شو او پکې دافغانستان ددولت دمالي سيستم څېړنه وشوه .

دغه راپور وايې په وړو ټوټو باندې دمرستو ويشل د حساب ورکول له مينځ وړي او د نړېوال بانک په وينا اغيز يې ډېر کم دي .

.دغه راپورد افغان دولت دکاري وړتيا په ودې ټينگارکوي او زياتوي چې ددې کار لپاره با يد روښانه قوانين اوکړنلارې جوړې کړى شي.

نړيوال بانک د ماليې له وزارت نه وغوښتل چې خپل کورني عوايد لوړکړي .

بل خوا په همدې خبري کنفرانس کې دماليې د وزارت مرستيال وحيد الله شهراني په ډاگه کړه چې د نړيوال بانک دا اعلان ښيې چې د دولت کاري وړتېا ښه شوې او دلندن په کنفرانس کې به د نړېوال بانک دا غوښتنه چي زياتې مرستي دې دولت ته ورکړي پوره مثبت اغيز ولري .او با ور يې څرگند کړو چې زياتې مرستې به دولت ترلاسه کړى
.

ورسره تړلي نور خبرونه
څومره بيارغاونه شوېده ؟
21 نومبر, 2005 | خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت