|
د افغانستان اقتصادي ګټې او زيانونه ، د پانګه وال لومړنۍ ګڼه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
يواقتصاد پوه وويل چې ( پانګه وال ) خورا زړه راښكونكى نوم دى چې دافغانستان د پانګه اچونې د ملاتړ د ادارې ( ايسا ) د درې مياشتنۍ لپاره غوره شوى دى. ددې خپرنۍ د لومړنۍ ګڼې د خپراوي خبر لكه د خواږه زيري په څير د چارو د كارپوهانو په زړونو ولګيد. دوى به له دې وروسته د اقتصادي هڅو د ګړنديتوب او ورته تبليغاتو د خپرولو لپاره دننه په افغانستان كې ځانګړې چاپي خپرنۍ ولري . كه د (پانګوال ) ټكى په دومه پښتۍ هم وليكل شي او په وړاندې يې انګريزي ژباړه راشي. لكه د لومړنۍ دې په څير يې د نورو هغو لپاره هم نړيوال اقتصادي شنونكي هڅيږي چې ليكنې ورواستوي . په دې توګه به دا خپرنۍ له سيمه ييزې بڼې راوځيي او د يوې نړيوالې هغې په بڼه به د افغانستان په اقتصادي ډګر كې د لومړنۍ اطلاعاتي هغې په توګه را څرګنده شي او د رسنيزې سيالۍ په ډګر كې به ځلانده نوم راخپل كړي .
دا ځكه چې دې درې مياشتينۍ پخپله لومړنۍ ګڼه كې تر ډيره د افغانستان د پانګونې د ډګر په څير پر بهرنيو ليكوالو ډډه لګولې ده . دا خبره كه لږ په راڼه ډول وكړو نو، هغه دا چې ، د افغانستان چارواكي هڅه كوي چې نړيوال پانګوال دې ته وهڅوي چې په دې هيواد كې پانګونې ته زړه ښه كړي . ( پانګه وال) هم په لومړنۍ ګڼه كې هڅه كړې چې تر ډيره د چارو بهرني او افغان بهر ميشتي كارپوهان وهڅوي چې ځانګړې ليكنې وكړي او هغه څه ووايې چې د ازاد بازار دې نوې راښكاره شوې اقتصادي بڼې ته په دې هيواد كې د پرمختګ وس وركړي . ددې ليكنو له منځه د پروفيسر بارنيټ روبين ليكنه ( په افغانستان كې د پانګونې ګټې او زيانونه ) ډيره د پام وړ ده . د متيو بيلي په مرسته چې په افغانستان كې د ګلستان په نامه د يو سوداګريز شركت مسول دى ، ښاغلي روبين هڅه كړې په دې هيواد كې د پانګونې ګټې او زيانونه وارزوي . ده د ګلستان شركت ته د كتنې په پلمه په دې هيواد كې د امنيت سربيره نورو هغو ننګونو ته اشاره كړې چې د ډيرو چارواكو پام لا نه دى وراوښتى . پروفيسر بارنيټ روبين د ګلستان شركت په دغو ټكو راپيژني ( د ګلستان شركت اړين تيل او د ګلانو عصاره توليدوي چې د خوشبوي ، ځان د پاملرنې او د درملو په جوړولو كې كاريږي .) دا شركت همدا راز د لمبلو او مساژ اړين تيل ، د ګلانو عصاره او د شونډو غوړ توليدوي .ګلستان د دوه كلونو راهيسې په افغانستان كې فعاليت كوي . د روان كال په اوږدو كې غواړي چې د ننګرهار ولايت په مركز جلال اباد كې د نارنجو او نورو بوټو د ګلانو د چاڼولو لپاره په افغانستان كې د عطرو صنعت ته لار اواره كړي . بارنيټ روبين وايي چې دغه شركت دا هم غواړي چې د ګلانو كر كيله په افغانستان كې دود كړي او دده په وينا دې شركت د ننګرهار ولايت د حصارك په ولسوالۍ كې د سارايي بوټو د ګلانو پر راټولولو لاس پورې كړى دى .ښاغلى روبين دځينې ټكو مثبتو اړخونو ته په دې توګه اشاره كوي . افغانستان زياتې سر چينې لري پروفيسر بارنيټ روبين وايي د افغانستان سارايي بوټي په نړۍ كې سارى نه لري او دده په وينا په يوناني درملنه كې د بوټو د ځانګړې كارونې دود په ټولنه كې لا هم خوندي پاتې دى .ښاغلى روبين ټينګار كوي چې يوناني بوټي د افغانستان يو ه ځانګړتيا ده چې پكار ده بيا پرمختګ او وده وكړي . ګلستان غواړي چې د سارايي بوټو د كركيلې د دودولو لپاره خلك وروزي . په دې برخه كې د ښونځيو او پوهنتونو له استادانو څخه كار واخلي او ټولنه دې ته چمتو كړي چې له ګټې وټې ډك كار ته غاړه كيږدي . د ننګرهار شاعران څه وايي ښاغلى روبين وايي ګلاب ، نارنجګل ، ياسمين او زيات شمير نور خوشبويه ګلان يا بوټي د ننګرهار په شعرونو او دوديزو سندرو كې ياديږي اودده په وينا ګل د افغانانو د احساس يوه برخه ده . د افغانانو كولتور له هركلي ډك چاپيريال رامنځته كړى دى د پروفيسر بارنيټ روبين په وينا افغانستان په هره برخه په تيره بيا په كليوالو سيمو كې د خلكو چلند له زيات هركلي څخه ډك دى .دى وايي هغه وخت چې افغانان پوه شي چې څوك يې ګټې په پام كې نيسي نو چمتو دي چې مرسته وكړي .دى د افغانانو ميلمستاوې د پام وړ بولي . دنؤ ادارو ګټور كارونه ښاغلى روبين (( ايسا )) د بيلګې په توګه يادوي او وايي چې ګټور كارونه يې كړي دي . دى زياتوي چې ددې ادارې له رامنځته كولو سره د شركتونو د نوم ليكنې (( راجسټريشن )) لړۍ اسانه شوې او د تمې خلاف د ګلستان شركت د رسمي كولو پر وخت چا ترې د بډې په توګه پيسې نه دي غوښتي . د پانګونې په ډګر كې زيانونه زيانونه په هغو شيانو كې ليدل شوي دي چې د بارنيټ روبين په وينا ليرې پرتو كليوالو سيمو سره د اړيكو د ټينګښت لپاره كاريږي . خراب او ويجاړ سړكونه . ده د ننګرهار ليرې پرتو سيمو ته غځيدلي سړكونه د بيلګو په توګه ياد كړي دي .دى وايي ګلان بايد له شكولو څخه وروسته په څو ساعتونو كې چاڼونكي ماشين ته راورسول شي چې دا مساله كنډوكپر سړكونو نوره هم له ځنډ سره مخامخ كړې ده . دى وايي له ننګرهار څخه حصارك ته راغځيدلى سړك كه جوړ هم وي نو سفر يې لږ تر لږه اته ساعته نيسي چې دا ټول دده په وينا د ګلستان په څير شركت لپاره د ګټي په ځاى ډير زيان اړوي .دى د افغانستان باروړونكو ګاډو ته د بارجيګونكو او ښكته كونكو وسايلو نشتوالى هم يو له هغو ستونزو څخه ګڼي چې وايي له كبله يې په تير ميلادي كال كې دوى د جلال اباد د نارنج ګل عصاره له لاسه وركړه . ښاغلى روبين د ننګرهار د نارنج ګلان او نور بوټي د ګلستان په څير شركت لپاره د عطرو او نورو خوشبويه توكو او د سينګار د اړينو توكو د توليد لپاره د ګټې وټې ښې سر چينې بولي . د بريښنا ستونزه يوه ننګونه ده بارنيټ روبين وايي په افغانستان كې د برښنا يوه بشپړه او منظمه فابريكه هم د ګلستان په څير شركتونو لپاره د يوې منظمې برښنا ژمنه نشې وركولى . د جنراتور كارول او د سون توكي يې ددغه ډول شركتونو په لګښت كې زياتوالى راولي . د امنيت نشتوالي ډيرې ستونزې راولاړې كړي دي ښاغلى روبين وايي چې ګلستان د خپل امنيت د ټينګښت لپاره پر دولت ډډه نشې وهلى او نه هم پر محكمې څه باور كولى شي چې لانجې يې اوارې كړي .دا يې نه دي روښانه كړي چې ولې پر دغو ادارو بې باوره دي . پروفيسر روبين وايي چې ګلستان ته په ننګرهار كې فعاليت ځكه شونى نه دى چې د توكميز جوړښت او سيمه ييز دود برخلاف واك يوازې د څو لويو كورنيو په لاس كې دى او دې كار له ځايي كليوالو سره د اړيكو د ټينګښت په لار كې ډيرې ستونزې راولاړې كړي دي . مالي سيسټم سمون ته اړتيا لري پروفيسر بارنيټ روبين هغو ننګونو ته اشاره كړې چې د افغانستان ناوړه مالي سيسټم دده په وينا د پانګوالو په وړاندې را ولاړې كړي دي . نوموړى وايي د ماليې د سپارلو لپاره بايد لس ورځې سړى د دفترونو په زينوكې ښكته او پورته شي ، لاسليكونه او ټاپې واخلي او دده په وينا كله نا كله خو په فساد ككړ مامورين دوى دېته اړباسي چې دغه بهير د پيسو د وركړې په مقابل كې بشپړ كړي . په اقتصادي وده كې د رسنيو ونډه بله د پام وړ ليكنه د ډاكټر داود جنبش ده . نوموړي (( په اقتصادي وده كې د رسنيو ونډه )) څيړلې ده . دى د رسنيو ونډه د ولسواكې او غوړيدلې مدني ټولني په جوړولو كې ډيره اغيزمنه ګڼي او وايي (( باور دى چې يوه ناخبره ټولنه، تر هابلې چې د اطلاعاتو بهير پکې آزاد دى، ډېره د زورواکۍ او اقتصادي بېرته والي په منگولو کې د کېوتلو له خطر سره مخامخ ده. رسنۍ لکه يوه دوه مخيزه توره ده. که کرکه او په خاص لوري د ولسي احساساتو د گرځولو لپاره درواغ خپاره کړي، نو ډاروونکې وسله ترې جوړېږي... خو که چېرې يې خپاره کړي اطلاعات باوري وي، بشري حقونو ته پکې درناوى شوى وي او بېلابېل نظرونه پکې راغبرگ شوي وي، د کړکېچ د غوڅولو په يوې وسيلې اوړي.)) د اقتصادي نومونو رغاونه اړينه ده ښاغلي جنبش هغه بحث راپورته كړى چې تر اوسه يې په اړه نه په افغاني كولتوري غونډو او ناستو پاستو كې او نه هم د افغانستان په اړه نړيوالو اكاډيمكو هغو كې يادونه شوې ده . دا هغه څه دي چې لږ تر لږه له ګاونډيو سره د اقتصادي انډول د رامنځته كولو لپاره افغانستان ورته اړتيا لري . دى د اقتصادي ټرمينالوژۍ او ټكو نشتوالى يادوي (( آزاد بازار که څه هم په يوډول په افغانستان کې و، خو له نړيوال مارکېټ سره د نه پيوند له امله په سمندر کې د يوه جلا پراته ټاپو په بڼه پاتې شوی دی. لکه هماغسې چې له سمندر سره د مخامخ تماس د نشتوالی له امله، عادي افغان د بېړيو د بېلا بېلو ډولونو، بندرونو، اوبنيو ژويو او نورو لپاره نومونه نلری، د آزاد بازار نومونې هم ورته گرانې پرېوزي. له نورو سره پرله پسې تماس به د مفاهيمو په را لېږد کې مرسته وکړي او ژبپوهان به هم ورته وړ معادل ومومی، خو د هغو پر ډيناميزم او عملی تطبيق د ولس د پوهولو دنده د رسنيو ده. آزادو رسنيو ته ښايي چې په هېڅ ډول دغه پړاو کې لږ تر لږه دا درې بنسټيز اصول هېر نکړی: ځيرتيا او د معلوماتو سموالی، عادلانه والی (نياومنتيا) او بې پرې والی (بېطرفي). ) . رسنۍ څه كولى شي ډاكټر داود جنبش دې پايلې ته رسيږي چې (( رسنۍ کولی شي د راډيويي او ټلويزيوني خپرونو په کولو، د فلم د جوړولو، انلاين مطالبو د خپرولو او آن اعلانونو د سمبالښت له لارې بالقوه پانگوال ددغه نوي مارکېټ له امکاناتو خبر کړي. له بلې خوا ښايي له افغان حکومت او ولس دواړو سره مرسته وکړي چې د نړيوالېدو له نوي غورځنگ سره د يو ځای کېدو لپاره گامونه چټک کړي. هلته چې خنډونه لاهم شته، لکه مخ نيوونکي قوانين يا ځنډ پېښوونکي چارواکی، نيو کې وکړی او هلته چې د پرديو په وړاندې د دښمنۍ ناعادلانه دريځ شته، د هغه په لېرې کولو کې روزونکې او لارښونکې ونډه واخلي. خو هيره دې نشي چې دا هرڅه د مسلکی اخلاقو دننه وي او ريښتيا، عدالت او بېطرفۍ ته پکې زيان ونه رسېږي. دغه راز د هيواد او وگړو دواړو گټې هله ښې خوندي کېدلی شي چې د آزادې سيالۍ له لارې ټول بالقوه پانگوونکي په برابر ډول معرفي شي او د سيالۍ له لارې وړ هغه ډگر ته راووځي (مگر داچې ځينې يې د خپل شهرت لپاره د پيسو په بدل کې اعلانونه خپاره کړي). اوسنى افغانستان له كوريا څخه څه زده كولى شي د كوريا د پوهنتون يو متقاعد اقتصاد پوه پروفيسرهيوګګ هانګ بيا په خپله ليكنه كې هغه تجربې يادې كړي دي چې له جګړو وروسته كوريا د خپل اقتصاد د ګړند يتوب لپاره خپلې كړې وې . دغه كوريايي پروفيسر وايي چې له هر څه د مخه بايد خپله ټولنه كار ته چمتو شي . د نورو مرستې ته سترګې په لار نه وي . دى وايي دكارګرو تعليمي كچه بايد لوړه شي .په افغانستان كې د كارګرو ځواك نشته دده په وينا له جګړې وروسته كوريا كارګريز ځواك درلود ، توكميزې او مذهبي سيالۍ په كې نه وې ، ښاغلى هانګ وايي ازاد بازار ځينې زيانونه هم لري او افغانستان بايد دده په وينا ګام په ګام نړيوال اقتصادي پرمختګونه وڅاري او له مخې يې اقتصادي تګلارې جوړې كړي چې د وګړو اقتصاد يې پرمخ ولاړ شي . لرغوني افغانستان د نړيوال پله بڼه لرله افغان لرغونپوه استاد رسول باوري د افغانستان اقتصادي ارزښت له تاريخي پلوه څيړلى دى . په دې ليكنه كې د وريښمود لارې تاريخي ارزښت ته كتنه شوې چې افغانستان يې له سويلي اسيا او ان اروپا سره نښلاؤ . اسلامي هيوادونه دې ګډه اقتصادي ټولنه جوړه كړي د ناټو يا نورو نړيوالو ټولنو په څير كه اسلامي هيوادونه هم ګډه اقتصادي ټولنه رامنځته كړي مسلمانان به دمصري اقتصاد پوه هارون يحيا په اند ډيرې ګټې راخپلې كړي . دى وايي هغه هيوادونه چې د ټيكنالوجۍ او اقتصادي پرمختګ له پلوه نهيلي دي .د ټيكاؤ د رامنځته كېدو لپاره اړينه ده چې دوى په دغه ډول ټولنو كې غړيتوب ته لار اواره كړي او يا دده په وينا اسلامي نړۍ د خپل يوالي تر سيوري لاندې په ګډه اقتصادي فعاليتونو كې ونډه واخلي . ښاغلى يحيا په دې اند دى چې زياتره اسلامي هيوادونه زياتې اقتصادي زيرمې او غوره ځمكنى جوړښت لري او دغه ډول هيوادونه كولى شي چې پخپل يوالي سره بېوزلي هغه له ستونزو وژغوري . افغان دولت ته د نړيوال بانك لارښونې نړيوال بانك بيا په خپل يو ځانګړي رپورټ كې هغو پرمختګونو ته كتنه كړې چې په تيرو كلونو كې افغان دولت په اقتصادي ډګر كې لرلي دي .خو ډيرې ستونزې او خنډونه يې هم راسپړلي دي . د نړيوال بانك رپورټ افغان دولت ته سپارښتنه كوي چې د پانګونو لپاره د نوو پريكړو رامنځته كول د پنځه توكو شتون پورې تړاؤ لري. سياسي او اقتصادي ټيكاؤ ( ثبات )، راڼه او واضح قوانين، د مالې مناسبه اندازه چې په عادلانه ډول پلې شي، مالي چوپړ ، د بنسټيزو څانګو( تاسيساتو) ولكه او مسلكى كاري ځواك . رپورټ وايي چې په افغانستان كې دا شرايط نه شته. له هغه ننګونو سره چې ددې خنډونو د اوارولو لپاره د كورنيو او بهرنيو پانګونو د راماتولو په برخه كې افغان دولت مخامخ دى ، د رپورټ ليكونكي په باور بې ارزښته بايد ونه ګڼل شي . رپورټ وايي چې د پانګوالو لپاره د مناسبو ځمكو نشتوالى هم ددې لامل ګرځيدلى دى چې دوى ونشې كړى پر توليدي كارځايونو او صنعتي فابريكو پانګونه وكړي . پايله كه دا هر څه له بشپړ غور سره ولوستل شي ، هغو چارواكو ته چې د افغانستان اقتصادي تګلاره جوړوي ،د ښو لارښونو په توګه د كارولو وړ دي .ځكه له دې ټولو ليكنو څخه داسې ښكاري چې نړيوال تر هغې د افغانستان د پرمختګ لپاره ژمن پاتې كېدى شي چې افغانان پخپلو كې سمون او پرمختګ ته لار اواره كړي .نه يو كړكيچ ته . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||