BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 05:03 گرينويچ 2006 ,12 مۍ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
کابل کې په ٤٥ ميليونه ډالره يو بل هوټل جوړيږي
کابل
افغان چارواکي وايي د طالبانو له نسکوريدو راهيسته د ودانۍ جوړولو په برخه کې تر ټولو ډيره پانگونه شوې ده .
د افغانستان په پلازمېنه کابل کې لومړي ځل يو افغان سوداگر د ٤٥ ميليونه ډالرو په لگولو يو پنځه ستورى هوټل جوړوي .

تير کال د (( سرينا )) په نامۀ يو پنځه ستورى هوټل د څه کم ٤٠ ميليونه ډالرو په لگښت د يوۀ بهرني پانگوال له لورې جوړ شو .

د حاجي نعيم حبيبي په نامۀ افغان سوداگر د کابل ښار په زړۀ کې د نوي هوټل پر جوړولو تر هغه وروسته لاس پورې کړ چې قانوني جوازونه يې وموندل .

دغه نوى هوټل به د انټرکانتينينتل دريځ لري . د يوۀ افغان چارواکي په وينا د کابل پخواني انټرکانتينينتل هوټل په ١٩٩٢ کال کې د کابل پر ښار د تنظيمي جگړو له پيله وروسته دغه ځانگړى دريځ له لاسه ورکړى دى .

افغان دولت د نوي هوټل پر جوړيدو خوښي کوي او په دې باور دى چې په دغه ډول کارونو به لا ډير بهرني او کورني شتمن په افغانستان کې پانگونې ته زړۀ ښه کړي .

د طالبانو له نسکوريدو راهيسته په افغانستان کې د چارواکو په وينا تر ٣ ميليارده ډالرو ډيره پانگونه شوې ده .

په افغانستان کې د پانگونې د ملاتړ يا ايسا د ادارې مشر ډاکټر عمر زاخيلوال د بي بي سي (( ستاسو غږ )) خپرونې ته وويل تر ټولو ډيره پانگونه د ودانۍ جوړولو په برخې کې شوې ده .

په دويمه کچه د مخابراتو ، ورپسې د خدماتو او په څلورمه درجه کې صنعت دى .

ښاغلي زاخيلوال وويل هالنډي پانگوال د زراعت په ډگر کې پانگونې ته زړۀ ښه کوي او همدا اوس له افغان دولت سره په دې برخه کې په خبرو بوخت دي .

د افغانستان د پانگونې د ملاتړد ادارې مشر د تيلو او غازو د زيرمو په باب د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې په دغه هيواد کې نويو پلټنو موندلې چې د پام وړ زيرمې شته دي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت