|
کابل: د تيلې فون په ډگر کې نوره پانگونه وشوه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
دافغا نستان په څلورو ولايتونو کې به په را تلونکي لمريز کال کې په لسگونو زره لينه دېجيټل ټيليفونونه وويشل شي . دافغانستان دمخابراتو وزارت د ليرې پرتو کليو او بانډو ته د ټيليفون او انټرنټ داسانتيا و د رسولو په موخه له ٢ خصوصي شرکتونو سره تړون لاسليک کړ چې د ١٠ ميليون ډالرو په لگولو سره به ددغو څلورو ولايتونو په دننه کې هر کلي ته دټيليفون او انټرنټ اسانتياوې برابرې کړي . حکومت په پلان کې لري چې ٤ کاله وروسته دافغانستان ٩٠ په سلوکې سېمه تر مخابراتي پوښښ لاندې را ولي . د لوگر ، پکتيا او خوست په شلو او د هرات د ٥ ولسواليو په لسلگونو زره اوسېدونکي به په روان کال کې د ډيجيټل ټيليفون او انټرنت له اسانتياو برخمن شي . په دغه کار د شاهين او ارتباط ټيليکام په نوم دوه خصوصي شرکتونه ١٠ ميليون ډالره لگوي . دغو ٢ شرکتونو ژمنه وکړه چې ديوه کال په ترڅ کې به د افغانستان د دغو يادو شويو سيمو ليرې پرتو کليو او بانډو ته تيليفوني او انټر نټي اسانتيا وي برابرې او په لومړي پړاو کې ېې نژدې ٢ سوه کسانو ته دکار دبرابرولويادونه هم و کړه . دا دافغانستان ليرې پرتو سېمو ته دمخابراتي اسانتيا د غځولو د پروژي دوهم پړاو دي چې ملي پانگه والو ته د ولايت او ولسواليو په کچه دمخابراتي اسانتيا وو د رسولو په موخه جوازونه ورکول کيږي نه د ټول افغانستان په کچه . تردې وړاندې د کندز او بلخ په ولايتونو کې يوه خصوصي شرکت ته ددغه ډول کار اجازه ورکول شوې . دافغانستان د مخابراتو وزير اميرزي سنگين په کابل کې خبريالانو ته وويل چې په سيمه ييزه کچه ددغه ډول ټيليفوني اسانتياو برابرول به سيالي رامنځ ته ، د ټيليفون په لگښت کې به ټيټوالى او مخابراتي پوښښ به چټک او پراخ کړي . ښاغلي سنگين وويل دغه شرکتونه به دهمغه ولايت په کچه ډيجيټل تيليفونونه ويشي چې د انټر نټ اسانتياوې هم لري . دا وخت په افغانستان کې ٥ لوى شرکتونه مخابراتي چاري پرمخ بيايي او ددغو محلي شرکتونو سره ېې اوس شمېر ٨ ته ورسېد . دمخابراتو وزارت په پلان کې لري چي ورته نورو لويو او وړو شرکتونو ته هم د فعاليت زمينه برابره کړي . حکومت وايي دا مهال دافغانستان نژدې اويا په سلو کې سيمې تر مخا براتي پوښښ لاندې دي . خو انټرنټي اسانتياوې په ښارونو پورې محدودې دي . دمخابراتو وزارت د پلان سره سم به ٤ کاله وروسته مخابراتي پوښښ ٩٠ په سلو ته لوړ شي .چې ويل کيږي هغه مهال به تر ٥٠ زروپورې کسانو ته په دغه ډگر کې کارونه پيداشي . | ورسره تړلي نور خبرونه کابل کې د موبايل ټيليفونونو غلا ډيره شوې 07 جون, 2006 | خبرونه افغانستان پر مخابراتو ٧٠ ميليونه ډالر لگوي04 مارچ, 2006 | خبرونه د افغانستان ١١ نورو ولايتونو تيلې فون وموند10 دسمبر, 2005 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||