|
افغانستان پر مخابراتو ٧٠ ميليونه ډالر لگوي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په افغانستان کې د مخابراتو وزارت وايې تر راتلونکو ٣ کلونو پورې به په افغانستان کې د هرې دقېقې تېليفوني خبرو بيه ٢ .٣ سنټو يا ېوې نيمې افغانۍ ته راښکته شي . د ا وخت دغه بيې په دقيقه تر ٥ افغانيو لوړې دي . د مخابراتو وزير امېرزي سنگين د ټيليفون د بيو د ټيټوالي لامل د نوري فايبر او د گرځنده تيلې فون په برخه کې د دوو نورو کمپنيو راتگ وښوود. د افغانستان د مخابراتو وزير امير زى سنگين وايي په افغانستان کې د تيليفون بيې ډېرې لوړې نه دي . او په ډاگه يې کړه چې د دوو نويو شرکتونو په راتلو سره به په افغانستان کې د ټيليفون بيې ټيټې شي. دده په وينا دغه شرکتونه د مشتريانو د پيدا کولو لپاره مجبوره دي چې خپل قيمتونه ارزانه کړي . ښاغلي سنگين وويل په افغانستان کې د ټيليفون د خصوصي شرکتونو ترمينځ تازه سيالي پيل شوې .او د څلورو مياشتو دننه به د څرځنده ټيليفون درېم شرکت هم په کار پيل وکړي چې د لبنان د هېواد څخه د( انوسټ کام) په نوم شرکت دى او ٤ هم د راتلو په حال کې دى . دم گړۍ په افغانستان کې يوازې دوه شرکتونه فعاله دي . ده وويل د تجربو له مخې د دې سيالۍ په پراختيا سره د ټيليفون بيې د ارزانه کېدو په درشل کې دي . دۀ باور وښوده چې دغه بيې به تر دوو افغانيو هم راټيټې شي د مخابراتو وزير د تيليفوني خدمتونو د بيو په ټيټوالي کې بل مهم ټکى د نوري فايبر فعاليدل وښول . دا وخت د افغانستان لپاره دغه مخابراتي اړيکي د مصنوعي سپوژمکۍ له لارې ټېنگيږي. خو نوري فايبر د ټيليفون هغه نښلونکې دستگا وې دي چې له يوې سېمې نه بلې ته مخابراتي اړېکي د وړانگو په مټ ټينگوي . ښاغلى سنگين زياتوي چې د نوري فايبر پروژه به د درېيو کلونو په ترڅ کې د ٧٠ ميليونه ډالرو په لگښت سره بشپړه شي . او هغه وخت شخصي کمپنۍ هم کولاي شي د يوه تړون پر اساس ترې گټه واخلي . خو هغه مهال يې هم د مصنوعي سپوږمۍ د اړتيا يادونه هم وکړه . دمخابراتو وزير وايې دغه پروژه به د افغانستان د حلقوي سړک پر سر ولگول شي. او په پام کې ده چې گاونډېو هېوادونوته هم وغځول شي . ده دا هم وويل چې د بريښنا او انرژۍ کموالي هم ددې لامل شوي چې خصوصي کمپنۍ د خپلو دستگاوو د فعال ساتلو لپاره زياتې پيسې د تيلو او جنراتورونو په اخيستو ولگوي . او په وړاندې يې دټېلېفون قيمتونه لوړ شي خو د مخابراتو وزير هيله وکړه چې د دريېو کلونو په اوږدو کې دا ټولي ستونزې حل شي . | ورسره تړلي نور خبرونه د افغانستان ټولې ولسوالۍ د اينټرنيټ اسانتيا مومي 25 فبروري, 2006 | خبرونه د افغانستان ١١ نورو ولايتونو تيلې فون وموند10 دسمبر, 2005 | خبرونه موبايل تېلېفون، د مغزي سرطان خطر نه زياتوي. 12 اپريل, 2005 | خبرونه پر انټرنېټ د چټکې پښتو د دودېدو ستونزې12 اکتوبر, 2005 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||