BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 15:35 گرينويچ 2005 ,12 اکتوبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
پر انټرنېټ د چټکې پښتو د دودېدو ستونزې

پيلوزى
دا پروگرام هره اوونۍ د شنبه په ماښامنۍ خپرونه کې اوريدلى شئ
تېره اوونۍ مو د کمپيوټر په نړۍ کې د پښتو ژبې د چټکې دودېدنې خبر درلود. په دې پرمختيا کې يوه نوې خبره پر پښتو د انټرنېټ د پلټونکي انجن – گوگل پېلېدل دي.

مانا داچې که څوک کوم نوم، ټکى يا معلومات په انټرنېټ کې پلټل غواړي، گوگل ته پښتو هغه ورکوي او هغه يې ورته مومي. د مايکروسافټ په وينډوز کې د پښتو په زياتولو پسې دا يو ارزښتناک کار دى، خو...

هو، ستونزه بيا هم د املا او انشا ده. ليکل شوي توکي نه يوازې معياري ندي چې ډېر اضافي توري هم لري: لکه يوه جمله يې داسې ده:

" د "زه ځان بختور گڼم" کلۍ بۀ خپله تاسو موندلئى شوئو پاڼو کې اول پاڼې ته بوزي.
د عادي تېروتنو په پرتله د کمپيوټري پروگرامونو ناسم جوړول ژورې پايلې لري: يو داچې ځوان نسل يې ناسم زده کوي چې بيا يې له ذهن څخه د هغه ايستل ډېر گرانېږي، او بل داچې د کمپيوټري پروگرامونو چلوونکي او جوړوونکي ښايي د هسې يوې ژبې له دودولو څخه ستړي شي چې په ويونکي يې سره په املا او انشا نه جوړېږي.

په اصل کې خو ښايي دا د افغانستان د دولت دنده وبلل شي چې په نړيوال ډگر کې د خپلې رسمي ژبې د دودولو مسلکي، ژبپوهنيز او تخنيکي امکانات چمتو کړي.

پيلوزي ددې برخې ستونزې داځل له پوهاند ډاکټر مجاور احمد زيار، چې په کابل پوهنتون کې د پښتو ژبې استاد وواو ښاغلي صديق پتمن سره چې د افغانستان په حکومت کې د پوهنې مرستيال وزير دى، څېړلي دي.

په نړۍ کې ښايي ډېرې لږې کلتوري موسسې د روسيې د بلشوى تياتر له شهرت سره سيالي وکړى شي. دغه تياتر راروان کال خپله دوه سوه دېرشمه کاليزه نمانځي او واکمنو تېر دوه کاله دغې نېټې ته په چمتووالي تېر کړي دي.

په دې کې د تياتر د ودانۍ ترميمول ارزښتناک ځاى لري چې له اوږدې مودې نه ورته لار څارل کېده. بلشوى يا ستر تياتر د دويمې ايکاترينې پر مهال په ١٧٧٦ کال کې جوړ شوى وو، خو اوسنۍ ودانۍ يې تر د غې نېټې پنځوس کاله وروسته جوړه شوې ده.

بلشوى د نړۍ د اوپرا، موسيقۍ او تياتر د سترو استادنو او نړيوالو څېرو د کار او او لوبېدو شاهد وو.

لطيف بهاند د بلشوى تياتر د راروانې کاليزې په پلمه د هغه تېر پرتم او اوسني ارزښت ته کتنه کړېده:

د ٢٠٠٥ کال لپاره په ادبياتو د نوبل جايزې گټونکى چې اټکل وو دا اوونۍ به وښودل شي، ښايي تر څو نوور ورځو هم غوره نشي. دنوبل جرگه گۍ په دې اړه يوه وينا کې د سه شنبې په ورځ وويل چې گتونکى به د راروانې پنجشنبې په ورځ اعلانوي.

تر اوسه امريکايي ناول ليکونکي فليپ رات او جوييس مارل اوتېس، کاناډايي مارگاريت اټ ووډ، سوماليايي نورالدين فرح او په پېرو کې زېږېدلى ليکوال ماريو وارگاس لوسا ددغې جايزې د احتمالي گټونکو په سر سر کې يادېږي.

په تېرو لسو کلونو کې نهه ځله په ادبياتو کې دنوبل جايزه اروپايانو گټلې ده او کارپوهان باور لري چې د نوبل سويډنۍ جرگه گۍ ښايي سږکال له اروپا نه بهر د کوم چا په لټه کې وي.

د پېلوزې هنري ادبي پروگرام د سيمې او نړۍ ادبي او هنري مسايل په بحث ، مرکې او خبر کې رانغاړي .

دا پروگرام هره اوونۍ د شنبه په ماښامنۍ ، د يکشنبه په سهارنۍ او د دوشنبه په ماپښينۍ خپرونه کې اوريدلى شئ .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت