|
د افغانستان ټولې ولسوالۍ د اينټرنيټ اسانتيا مومي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان د مخاراتو وزارت اعلان کړى دى چې د ١٣٨٥ کال په لومړنيو اوونيو کې به د دغۀ هيواد ټولې ٣٥٠ ولسوالۍ د تيلې فون ، فکس او اينټرنيټ اسانتياوې ومومي . د افغانستان د مخابراتو وزارت د ولسواليو د اړيکو په نامۀ يوه پروژه پيل کړې چې د دوى په وينا ښه په چټکۍ فعاليت کوي او دا اوس اوس يې په پنځو نورو ولسواليو کې هم د تيلې فون ، فکس او اينټرنيټ اسانتياوې برابرې کړي دي . په يوۀ خبري اعلاميه کې د مخابراتو وزارت وويل چې د ولسواليو د اړيکو د پروژې د تطبيق په لړ کې يې نن ( د کب ٦ د فبروري ٢٥ ) د کونړ ولايت په نور گل ولسوالۍ ، د وردگو ولايت په چک او سيد اباد ولسواليو او د پکتيا ولايت د ځاځيو په ولسوالۍ کې د تيلې فون ، فکس او اينټرنيټ اسانتياوې ورکړي دي . د افغانستان د مخابراتو وزارت وايي د خپلې پروژې له بشپړيدو سره به د دغۀ هيواد هره ولسوالۍ د تيلې فون ٢٠ کرښې ولري چې دولتي ادارې او عام وگړي به ترې گټه اخيستى شي . دوى نيت لري چې په هرې ولسوالۍ کې د اينټرنيټ اسانتيا لرونکي کمپيوټرونه هم کيږدي چې دولتي ادارې او عام وگړي ترې گټه واخلي . په افغانستان کې د اينټرنيټ اسانتيا لږ او د کارونکو په وينا يې خورا گرانه ده . | ورسره تړلي نور خبرونه پر انټرنېټ د چټکې پښتو د دودېدو ستونزې12 اکتوبر, 2005 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||