|
د بيمې نوې اداره: نړيوال دې پانگونه وکړي | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان د ماليې وزارت د بېمې د ملي کميسارۍ په نامه د يوې نوې ادارې په جوړولو له نړيوالو شرکتونو غوښتي په دغه هېواد کې د بېمې په برخه کې پانگونه وکړي . چارواکي د دغې ادارې د جوړېدو موخه افغانستان ته د پانگې راماتول او په هېواد کې د بېمې د شرکتونو پر چارو نظارت کول ښيي . همدا اوس په افغانستان کې د بېمې يو خصوصي شرکت په فعاليت بوخت دى . د افغانستان د ماليې وزارت له نړيوالو شرکتونو غوښتي چې په دغه هېواد کې د ملي بېمې د کميسارۍ په نامه په يوې نوې جوړې ادارې کې پانگونه وکړي . له هغه وروسته چې تېرکال په افغانستان کې د ناامنيو له امله د پانگونې کچه تر ډېره راټيټه شوه افغان حکومت د سوداگرو د اړتياوو د پوره کولو په موخه نوې هڅې پيل کړې او د افغانستان د بېمې د ملي کميسارۍ په نامه يې نوې اداره جوړه کړې ده . د دغې ادارې د جوړېدو موخه افغانستان ته د پانگې راماتول او په دغه هېواد کې د بيمې د بازار پياوړي کول ښودل شوي دي . افغان چارواکي دغې ادارې ته په ښه سترگه گوري او وايي د بېمې د شرکتونو په مټ به ملي او نړيوال سوداگر په پوره ډاډ سره په دغه هېواد کې پانگونه وکړي.
دى وايي:'' د ملي شتمنيو د ساتنې، د پانگوالو لپاره د ضمانت او اعتبار د برابرولو لپاره بايد د کورنيو بيمو بازار پياوړى او ورته ډېره پراختيا ورکړل شي چې له دې لارې هغه ټولې چارې تر سره شي د ملي اقتصادي د ودې لپاره پر مخ بېول کيږي . د ماليې وزارت دنده لري چې بيمه يي شرکتونو ته وده او پراختيا ورکړي او د بيمې د خصوصي شرکتونو په هڅولو سره دغه خدمات ټولنې ته وړاندې کړي.'' د افغانستان د ملي بيمې کميسارۍ چارواکي وايي د بيمې له نړيوالو شرکتونو نه يې غوښتي چې په همدې برخه کې په افغانستان کې پانگونه وکړي . د افغانستان د بېمې د کميسارۍ د معلوماتو له مخې د بيمې خصوصي شرکتونه د څه د پاسه سلو ميليونو افغانيو پانگې په درلودلو کولاى شي چې لږ تر لږه خپل فعاليت په دغه هېواد کې پيل کړي . د افغان حکومت له لوري په داسې مهال په افغانستان کې د بيمې په برخه کې د نړيوالې پانگونې غوښتنه کېږي چې همداوس په دغه هېواد کې يوازې د بيمې يو شرکت په فعاليت بوخت دى . | ورسره تړلي نور خبرونه ايسا: په افغانستان کې پانگونه کمه شوې28 جنوري, 2008 | افغانستان افغان چارواکي : په ٢٠٠٧ کال کې اقتصادي پرمختگ ښه و07 جنوري, 2008 | افغانستان 'په مخابراتو کې به يو ميليارد ډالره پانگونه وشي'09 اپريل, 2007 | خبرونه | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||