BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 14:15 گرينويچ 2008 ,07 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
افغان چارواکي : په ٢٠٠٧ کال کې اقتصادي پرمختگ ښه و

افغانستان
په افغانستان کې د چارواکو په وينا اوس واړۀ صنعتونه هم فعاله شوي چې په اقتصادي وده کې مهمه ونډه لري
افغان دولت وايي د تېر کال ( ٢٠٠٦ ) په پرتله په ٢٠٠٧ کال کې دافغانستان په اقتصادي وده کې نژدې په سلو کې لوړوالى راغلي او سږ کال د دغه هېواد اقتصادي وده شا وخوا ١٣ په سلو کې ښول کيږي.

افغان اداره فکر کوي چې که هر کال په دغه ډول اقتصادي پر مختگ ولري نو د څو کلونو په ترڅ کې به افغانستان په خپلو پښو ودريږي.

د افغانستان د مالېې وزير انوار الحق احدي وايي چې د تير کال څخه تر دې مهاله د سړي سرپه کلني عايد کې څه باندې ٥٠ ډالره لوړ والى راغلى .

له کوکنارو پرته په تير کال کې د سړي سر کلنۍ عايد ځلور سوو ته لوړ شوى او د کو کنارو له عايدو سره د غه عايد ٥ سوه ډالرو ته رسيږي .))

د سړي سر کلني عايد لوړيدل ددې مانا لري چې په افغانستان کې د خلکو په اقتصادي ژوند کې ښه والى راغلى او د اخيستو وړتيا يې لوړه شوې .

د هر افغان دکلني عايد دلوړېدو د تبوت لپاره دافغانستان بانک لومړى مرستيال سميع الله ابراهيمي وايي چې دتير کال په پرتله ددغه هېوا د په نا خالصو توليداتو کې يو نيم ميليارد ډالره لوړ والي را غلى .

(( تيرکال زموږ کورني نا خالص توليدات ٨،٢ ميليارد ډالره و، خو سږ کال ٩، ٨ ميليارد ډالرو ته رسيدلى .))

ښاغلى ابراهيمي وايي چې د نورو اقتصادي پر مختگونو په خوا کې د ٢٠٠٧ کال په

 د افغانستان د مالېې وزير انوار الحق احدي وايي چې د تير کال څخه تر دې مهاله د سړي سرپه کلني عايد کې څه باندې ٥٠ ډالره لوړ والى راغلى .
ترڅ کې دوى وکولاى شو د افغانۍ ارزښت د نورو بهرنيو اسعارو په وړاندې تا بت وساتي او په سترو را کړو ورکړو کې دافغانيو دکارولو، د نورو بانکونو څخه دکميشن د اخيستو ټکټاني او د بهر نيو مرستو د تمويل له لارې سږ کال په دغه بانک کې په اسعاري زيرمه کې ٦ سوه ميليونه ډالره زيا توالى را غلى .

(( تيرکال په دافغانستان بانک کې ٢٢٠٠ ميليون ډالره اسعار زيرمه و ، خو سږکال ٢٨٠٠ ميليون ډالرو ته رسيږي .))

افغان دولت وايي پر دې بر سېره په روان کې شا وخوا ٣ ميليارده ډالره د دولت او نړيوالې ټولنې لخوا په سترو او وړو پروژو کې پانگونه شوې ده چې پکې د سلگونه کېلو متره سړکونه رغول شوي او د کليو په کچه د پرا ختيا يي کارونو ، ښونځيو ، روغتونونو ، لارو او نورو دولتي ادارو جوړول او د بشري مرستو رسول راځي.

پر دولتي پا نگونې او کړو کارونو سر بيره سږ کال په دغه هېواد کې نژدې يو ميليارد ډالره خصوصي پانگونه شويده چې د پانگونې څخه د ملاتړ دادارې دمشر عمر ذاخيلوال په وينا د اتصالاتو په نوم د يوې تيليفوني کمپنۍ د چارو پيل کېدل ، د يوشمير وړو او نسبتا سترو فابريکو جوړېدل او د دوانولو په ډگر د سلگونو ميليونو ډالرو لگول پکې را ځي.

(( ٢سوه ميليون ډالره د افغان تلکام په ډگر کې پانگونه شويده . دارنگه د يو شمير وړو پروژو په برخه کې هم يو څه پانگونه شوې ده .))

په خصوصي ډگر کې دسلگونو ميليونو ډالرو په پانگونې سره سره ښاغلى ذاخيلوال دغه پانگونه ددوى له هېلې يو څه کمه بولي .

(( د نورو کلونو په پرتله پانگونه کمه و خو بيا هم د راتلونکو کلونو لپاره د سترو پانگو په را جلبولو کې گامونه پورته شويدي لکه د لوگر د عينکو د مسو په کان کې پانگونې ته د يوې کمپنۍ تياريدل .))

خو لکه چې ښاغلى ذاخيلوال وويل په روان ميلادي کال دافغانستان په اقتصادي ډگر کې تر ټولو مهم پر مختگ د لوگر د عينکو د مسو دکان د را ويستلو لپاره د يوې چينايي کمپنۍ حاضريدل و چې غواړي په همدغو شپو ورځو کې پر دغه کان د کار د پيل چارې له افغان حکومت سره لاسليک کړي . ټاکل شوي چې د ام سي سي کمپنۍ شا خوا درې ميليارد ډالره پر دغې چارې ولگوي .

دافغانستان د کانو وزير ابرا هيم عادل ويي دا دافغانستان په تا ريخ کې په دغه هېواد کې تر ټولو لويه خصوصي پانگونه ده چې په روان کال کې يې پيل وشو .

(( دا په سيمه کې تر ټولو زياته پانگونه ده چې افغانستان ته به ډير پر مختگ ورکړي . دام سي سي چينا يي کمپنۍ په افغانستان کې شا وخوا ٩ ميليارده ډالره پانگونه کوي چې د مسو د را ايستلو تر څنگ د تورخمه تر حيرتانه د اورگاډي د لارې جوړول او په لوگر کې د ٤ سوه ميگاواټه بريښنا د يوې لوې فابريکې جوړول هم پکې راځي .))

 تيرکال په دافغانستان بانک کې ٢٢٠٠ ميليون ډالره اسعار زيرمه و ، خو سږکال ٢٨٠٠ ميليون ډالرو ته رسيږي
پوښتنه : دا ټوله پانگونه به کله پيل کيږي ؟
ځواب : کله چې تړون لاسليک شي نو د ٥ کلونو په ترڅ کې دغه چارې بشپړيږي او له هغه وروسته به د مسو را ايستنه پيل کوي . په دغه موده کې به شرکت په لوگر کې د فابريکو او د کار کونکو لپاره يې په سلگونو ودانۍ جوړې کړي .))

نو داسې ښکاري چې په روان کال کې افغانستان د اقتصاد په ډگر کې د نورو کلونو په پر تله يو څه ځليدلي او پر دې سر بېره دتا جکستان او قر غيزستان څخه افغانستان او بيا له دې لارې پا کستان ته د زرگونه ميگا واټه بريښنا د ليږدولو دتړون لاسليک بل مهم اقتصادي پر مختگ و چې په ٢٠٠٧ کال کې دافغانانو لپاره ښه زيرى وبلل شو .

د بريښنا د وزارت مرستيال صديق ايشان وايي چې ددغې پروژې چارې به په ٢ کلونو کې پيلي شي او له مخې به يې په افغانستان کې زرگونو کسانو ته کارونه وموندل شي .

خو دغه دوه سترې پانگونې دراتلونکو کلونو چارې دي خو دافغانستان لپاره ددغه ډول پروژو لا سليک په دې مانا دى چې دغه هېواد به په راتلونکو کلونو کې د پراخوا اقتصادي پانگونو او بو ختيا و ډگر شي .

د سږکال په اقتصادي کړنو کې بل مهم پر مختگ دافغانستان په صادراتو کې ډيروالى بلل کيږي چې د سوداگرى وزارت د صادراتو د پرا ختيا د ادارې د مشر سلميان فاطمي د شميرو له مخې لس په سلو کې نور زياتوالى راغلى .

(( دغه لوړوالى د ٢٠٠٧ کال په نيمايي کې راغلى او داسې ښکاري چې دکال په پاى کې به د صادراتو لوړتيا ١٣ په سلو ته لوړه شي .))

رسمي شميري ښيي چې افغانستان سږ کال څه باندې درې ميليارده ډالره واردات او ٥٠٠ ميليون ډالره صادرات لري . ددغو دواړو تر منځ د انډول برابرول په کوردننه د توليداتو لوړوالي ته اړتيا لري چې کيدى شي کلونه کلونه وخت وغواړي ، خو د صادراتوپه ډگر کې ددغه ياد شوي لس په سلو کې لوړ والي لامل هم د تير کال د پر يمانه اورښتونو له کبله د کرنيزو توکو زياتوالي بلل کيږي .

خو د فوايد عامي پخوانى وزيرعبدالخالق فضل چې اوس ښاغلي کرزي ته يو نژدي کس دى نژدې يو ميليارد ډالره سږنۍ شوې پانگونه کمه بولي او په دې باور دى چې نژدې همدومره نوره بيرته وتې ده .

(( څه کم يو ميليارد ډالره شوې پانگونه کمه ده او دومره نوره بيرته وتلې ده .
پوښتنه : تا سو خبر ياست ؟
هو
ددولتي چارواکي داخبره نه مني.
زه باور لرم چې کيدى شي ٥ يا ٦ سوه ميليون ډالره پانگه بهر ته وتلې ده .

 د مسو د کان لپاره د چينايي کمپنۍ حاضريدل ددې ما نا ورکوي چې دلته د سترو پانگونو د را جلبولو په برخه کې برياوې شته
چارواکي
تا سو اسناد لرئ ؟
زه په اسنادو خبره نه کوم .
نو څرنگه دا ادعا تابتوي ؟
دا د انشټاين مغز نه غواړي .
کيدى شي يو کس دا خبره بيځايه وبولي ؟

نه زه پرې خبر يم او باور هم لرم . دولتي چارواکي دا خبره پټوي .اوپه روان کال کې د اقتصاد په برخه کې د شوي کم پر مختگ سره ډيره پانگه تښتيدلې .))

خو په افغانستان کې د پانگه اچونې څخه د ملاتړ د ادارې مشر عمر ذاخيلوال دا مني چې پانگه دي په روان کال کې له دغه هيواده تښتېيدلي وي بلکي وايي چې لا پراخه شوې او دافغانستان پر مار کيټ دده په باور د نړيوالو پانگه والو باور زيات شويدي .

((د مسو د کان لپاره د چينايي کمپنۍ حاضريدل ددې ما نا ورکوي چې دلته د سترو پانگونو د را جلبولو په برخه کې برياوې شته .))

خو لا هم د نورو بر خو په څير سږ کال هم د افغانستان د اقتصادي پر مختگ او پانگونې په ډگر کې ستر خنډونه پراته دي چې نا امني يې په سر سر کې ځاى لري يو ځل بيا ښاغلى ذاخيلوال .

(( امنيت ، ادارې فساد ، د بريښنا نشتوالى ، د ځمکو نه لرل او يا نه ورکول ، د روښانه قوانينو نه درلودل لا هم د پانگونې په وړاندې خنډونه دي او ليرې کېدو ته يې په روان کال کې ډېر کم کار شوى دى .))

پردې سر بيره په همدې تير ميلادي کال کې په افغانستان کې افلا سيون هم لوړشو او د توکو بيي په دې وروستيو کې نژدې دوه برابره شوې چې د اقتصاد مرستيال وزير نذير احمد شهيدي يې د سږني اقتصاد په زيا ن بولي .

(( د همدې کال په ترڅ کې بيې لوړې شوي او دا زموږ د اقتصاد په زيان ده . ددغه کار لاملونه زيات دي ، خو دولت په دې برخه کې پوره هڅه کړيده .))

خو له دې ټولو ستونزو او شويو پر مختگونو سره سره په افغانستان کې د اقتصادي کار پوهاهنو او عامو خلکو غټه نيوکه داده چې په تع تيرو څو کلونو کې په افغانستان کې له سړکونو پرته داسې سترې پروژې نه دي عملي شوي چې خلکو ته د اوږد مهال لپاره کارونه پيدا کړي . د اقتصاد وزارت مرستيال ددغې چارې د پيل لپاره د ژورو بدلونونو غوښتنه کوي .

ښاغلى شهيدي مني چې لا هم شاوخوا ديرش په سلو کې افغانان بيکاره دي او همدومره نور موسمي بيکاران دي ، خو يادو شويو کارونو ته په کتو سره شنونکي وايي چې دافغانستان اقتصاد په ښه لوري روان دى او هيله کوي چې د عينکو د مسو په کان د کار پيل به په افغانستان کې د سترو نړيوالو پانگونو پيل وي چې په ٢٠٠٧ ميلادي کال کې يې نوم وليکل شو .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت